غزل

سم قيامت وو سم د زړه د دردېدلو وخت وو

زما د راتللو وخت وو ستا د بېرته تللو وخت وو

 

هغه شېبه هغه صحنه دې خاطره پاتې شي

چې ملاقات وو  د باران د ورېدلو وخت وو

 

د لېونتوب او د ځوانۍ غرور دې ومره ښكلې

زما د سېځلو وخت وو ستا د خندېدلو وخت وو

 

وجود وو ژوبل د يوه  موجود له لاسه سره لمبه وو

شوګير را خور وو د جانان د ستنېدلو وخت وو

 

وخت وو زړګي كې د امكان خبره نه ځاييده

وخت وو زړګي كې د ممكن د ځايېدلو وخت وو

 

چې تا به غږ كړ واكه ژوند او مينه زه دركوم

زه به نشه شوم بس زما د زنګېدلو وخت وو

واک