بلخ ادبي خوځښت: میرمن بهیر اونیزه غونډه و کړه 

راپور: ساینا ساپۍ

بلخ ادبي خوځښت څانګې مېرمن ادبي بهير په1391 كال کی خپله لومړنۍ اونيزه غونډه د ووري د مياشتې په10مه نېټه  ماسپښين مهال د دغه خوځښت د غونډو په دفتر كې ترسره كړه.

اونيزه غونډه دهوسۍ په تلاوت پيل شوه، چې د ويندويۍ چارې يې حمیدې پرمخ وړلې.

د ننۍ غونډې د څارنې او نتيجه ګيرۍ په موخه فرشته سادات د مېلمنې او استاد لطیفه شیرزۍ د كوربنې په توګه وټاكل شوې.

د تېرې اونۍ ګذارش سایناساپۍ ولوست، چې د ګډونوالو له خوا وستايل شو. حمېدې ګذارش وستايه او زياته يې  كړه، چې د غونډې ټولې برخې پكې سمې را اخيستل شوې وې.

وروسته ازاده مشاعره پيل شوه، چې هرې ګډونوالې په خپل وار سره پكې خپل شعرونه او نثري ټوټې ولوستلې.

د مشاعرې په پاى كې د غونډې مېلمنې غونډه وستايله او زياته يې كړه، چې د نثر په برخه كې د ملګرو استعداد لوړى شوى او كه همداسې دوام وكړي، نو ښه راتلونكې به ولري.

د مشاعرې كوربنې هم په خپل وار سره ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وويل او زياته يې كړه، چې زموږ را ټولېدل او له يو بل سره د نظرياتو شريكول، زموږ د علمي پوهې په لوړوالي  كې ډېره مرسته كوي، نوموړې د غونډې له ګډونوالو څخه وغوښتل، چې د خپل تعداد به ډېرولو كې ډېره هڅه وكړي اوپه خپل وخت غونډې ته حاضرشي .غونډه دهوسۍ جلالزۍ په دعا پاى ته ورسېده.

ياده دې وي، چې د بلخ ادبي خوځښت بېلابېلې څانګې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو كې هره اونۍ اونيزې ادبي غونډې كوي، چې مېرمن بهير يې يو له فعاله څانگو څخه ده