غزل

ژوند مې يې جانان مې يې

مرګ مې يې ايمان مې يې

 

هسې درته نه راځم

ستورى يم اسمان مې يې

 

زه دپښتنو وطن

ننګ مې يې افغان مې يې

 

دواړه ملامت نه يو

ځان دې يمه ځان مې يې

 

مازرغونوې ګرانې

ګل يمه باران مې يې

 

دواړه به يو ځاى شو خير

اوښكه يم ګريوان مې يې

 

تاكې زنده ګې كوم

رنګ دې يم جهان مې يې

 

واك يمه دعشق دښار

درديمه درمان مې يې          

واک