غزل

ستا د نظر په کنارو کې يمه

او که د لمر په کنارو کې يمه

 

څنګ چې د بر په کنارو کې يمه

دا رنګ د لر په کنارو کې يمه

 

د تورو زلفو، ستا د مخ د ځلا

شپه او سحر په کنارو کې يمه

 

په چا مين يم څوک مې خوښ غوندي دي

د يوه بشر په کنارو کې يمه

 

مورې دعا کوه چې ستر سړی شم

د خدای د در په کنارو کې يمه

 

ستا د زړه واک يم ستا په زړه به يمه

ستا د منظر په کنارو کې يمه 

واک