غزل

ما همېشه ستا د راتللو انتظار كړى دى

كله نو ووايه؟ ما غم د خپل روزګار كړى دى

 

ته مې خوښېږې، تا به غواړم، تا به خپله كړمه

خو ستا مشرانو همېشه راته انكار كړى دى

 

د مسليمينو پاچاهۍ څخه هجرت كوو ځو

زما او ستا منځ كې يو كار دوى دكفار كړى دى

 

يوه ګناه كوو راځه له دغه  كلي وځو!

وېرېږه مه ما وار له مخه استغفار كړى دى

 

چې ته مې وليدې له هاغه ساعت وروسته نو سم

خبر پرې نه يم چې مې ژوند كې كوم يو كار كړى دى

 

واك به خپل واخلو بس د زړه به منو ژوند به كوو

دلته خو هر چا زمونږ خوا ته يو ګذار كړى دى

واك