ازاد شعر:

د ژمي يخه شپه
اسمان كې دى لښكر د ورېځو
او لاندې ځمكه باندې
واورې خپل زړه تش كړى
نن يې درېيمه ورځ وه
 
چې د لمر سترګه مو
په سترګو هم لېدلې نه ده
 
هره خوا هر څه يخ وهلي يخ نيولي ښكاري
خو ستا د سترګو ډېوې
 
زما جونګړه كې بلېږې او
 
ستا د شونډو لمبې زما د وجود
 
وګرمولو ته كافي دې جينۍ

واك
شپه، يوه نيمه بجه