غزل/ واک
په خوله سکوت، لويه کيسه د چا په سترګو کې ده
زما د ژوند هره صحنه د چا په سترګو کې ده
خدايه باران کړې خدايه ډکې کړې کو څې له اوبو
بيا رانه ځي بيا بهانه د چا په سترګو کې ده
مونږه سرشاره د تاريخ زرينو پاڼو ته ځو
ځينې مو ستايي او کينه د چا په سترګو کې ده
نن په محفل کې ځنګېدمه غورځېدم پاڅېدم
نن په محفل کې څه نشه د چا په سترګو کې ده
مرګ خو راځي مرګ خو د هر انسان د ژوند انجام دی
خو زما د مړينې فلسفه د چا په سترګو کې ده
زما د ټولې زندګۍ واک يې اخيستی رانه
اوس خو دا ټوله زمانه د چا په سترګو کې ده
واک
شپه ۳۰ بجې او شل دقيقي
د کب اتمه ۱۳۹۰ ل
مزار ښار
د خوځښت دفتر
دخوب خونه