غزل

څومره چې ته وايې کارونه خو مې خام هم نه دي

خو پرهرونه د زړګي مې لا ارام هم نه دي

 

يو مجبوريت دی چې د ژوند لار يې نيولې راته

که نه دا غرونه ګړنګونه مې يو ګام هم نه دي

 

څومره چې لوړ شولې ته څومره چې د خاورو شوم زه

دا قسمتونه دي خو زړونه مو ناکام هم نه دي

 

ملګريه ته به يې څه ياد ساتې چې  څه مو کړي

راځه ځان وښايو وختونه لا بدنام هم نه دي

 

هغه چې هره ورځ يې ته د زړه له تله لولې

دا مې شعرونه دي خبرې د امام هم نه دي

 

تياره يې ماته کړه رڼا يې ترې را وباسله

د دې سړي دا اسانتياوې څه انعام هم نه دي

 

واکه ويل يې چې لږ صبر شه د ژوند خبر ده

دا مينتوب دی څه مونځونه د ماښام هم نه دي

 

واک

شپه، ۱۱ بجې

د خوځښت دفتر