غزل:

ستا د تهمت بار په غاړه اخلمه

دغه افتخار په غاړه اخلمه

 

نور دې انتظار کې ورځې شمارمه

پس له دې دا کار په غاړه اخلمه

 

ستا د ناکردو هره سزا به خير

زه لکه خونخوار په غاړه اخلمه

 

ځمه نن د زړونو جواري کوم

نن دغه قمار په غاړه اخلمه

 

بيا دې سوځومه ژړومه دې

بيا دې لږ ازار په غاړه اخلمه

 

څه وکړم دوستۍ کې دې راګېر يمه

اوس دې لکه مار په غاړه اخلمه

 

واک لرم د زړه په ښار ساتمه يې

غم انبار انبار په غاړه اخلمه