غزل

ستا دنظر دكراماتو له تاثيره وځي

زما دزړه اواز چې داسې بې تدبيره وځي

 

عشقه د حسن تابعدار يم،مېنه هم پېژنم

خو دبېلتون درد مې هر وخت د ملا له تيره وځي

 

د ژوندانه د دې لمحو حساب به كېږي اخر

دا چې لمبې زموږ له خونو بې تقصيره وځي

 

اى خلكو! ولې سلامت ملامت نه پېژنئ؟

ګناه پاچا وكړي سزا يې له وزيره وځي

 

موږ له نړۍ سره په تګ كې داسې پاتې  يو اوس

لكه موټر چې نېغ له خپل اصلي مسيره وځي

 

د انسانيت د فلسفې له لارويو نه ځار

د محبت پيغام يې تل له پاك ضميره وځي

 

ستا د فصېح حسن د واړه ايتونو زور دى

چې يې ماناوې هر مين ته بې تفسيره وځي

 

دا واك به هم دركړم كه نه راځې نو نه دې غواړم

زما خوهسې هم يو عمر له شوګيره وځي