د جاوید واک لخوا خپرې شوې لیکنې
د مومند بابا ادبي بهير اونيزې غونډې کې د بريالي جلالزي پر لنډې کيسې اوږد بحث وشو
د مومند بابا ادبي بهير اونيزې غونډې کې د بريالي جلالزي پر لنډې کيسې اوږد بحث وشوراپور : عصمت خان د بلخ ادبي خوځښت څانګې مومند بابا ادبي بهير د ۱۳۹۱ لمريز کال، زمري په ديارلسمه،جمعې په ورځ د دغه خوځښت په مرکزي دفتر کې اونيزه غونډه وکړه. وياند جاويد واک،د پيل د پاره عبدالوهاب بازيد د مبارکو ايتونو تلاوت ته راوباله، د غونډې له پيلېدو وروسته عصمت خان د تېرې اونۍ راپور ولوست چې ګډونوالو ډېر خوښ کړ.
تا راته وېل چې عبادت دې کوه
ازاد شعر... تا راته وېل چې عبادت دې کوه ................... تا راته وېل چې عبادت دې کوه تا زه درک کړی يم مننه ډېره او زما مينې ته دې خپله عبادت ويلی هاغه وروستۍ خبرې څنګه جدي غوندې شوې خو زما سترګو کې پرتې خاموشۍ دې ټول غرور مات کړ
عشقه ښه وې کمرنګۍ کې دې بقا وه
غزل په مخ راغلې رانه تېر شوې، زړه مې مات شو سم زما د ژوند په څېر شوې، زړه مې مات شو ټول ماضي مې ستا د عشق جنون نيولی نن خو ورک يم رانه هېر شوې، زړه مې مات شو رانه لرې وې لږ ښه وې، لږ اباد وم چې نزدې شوې راچاپېر شوې، زړه مې مات شو
بلخ ادبي خوځښت: مېرمن بهير يو ځل بيا د کره کتنې لړۍ پيل کړه
بلخ ادبي خوځښت: مېرمن بهير يو ځل بيا د کره کتنې لړۍ پيل کړه راپور : جميله ګران مېرمن کلتوري ټولنيز بهير يو ځل بيا د کره کتنې برخه وروسته له مودې په ډېره مينه او لېوالتيا د ډېرو ګډونوالو په شتون پيل کړه. د بهير اونيزه غونډه د زمري پر ديارلسمه د جمعې په ورځ نهه بجې د بلخ ادبي خوځښت د دفتر د اونيزو غونډو په خونه کې وشوه.
پنځه انځورونه او ...
د 2012 کال د لندن په اولمپيک سياليو کې، افغانانو خپل بيرغ پورته کړی او يو موټی روان دي. د دې تصویر په ليدو به د هغو خلکو زړونه چاودلي وي، چې غواړي افغانستان وران کړي. ژوند ژوند زمونږ ملي وياړونه، زمونږ ملي جنډه او زمونږ اتلان په لاندې انځور کې:
ډېورنډ، منونکې که ماتېدونکې کرښه/ لیکنه: واک
ډېورنډ، منونکې که ماتېدونکې کرښه: ليکوال: جاويد واک د افغان ملت پر وجود پرته خيالي كرښه، هغه مسله ده، چې د سيمې او ان نړۍ په كچه د سياستونو محور ګرځېدلې او له اره را منځته شوې هم د همدې خود غرضو سياستونو لپاره ده. پر ډېورنډ تپل شوې كرښې څه باندې سل كلونه اوړي؛ خو لا هم دغه كرښه ل
د ویښ ځوانانو غورځنګ: له ملګرو ملتونو غواړو چې پاکیستان تروریستي حکومت ونوموي.
د ویښ ځوانانو غورځنګ: له ملګرو ملتونو غواړو چې پاکیستان تروریستي حکومت ونوموي. د ویښ ځوانانو غورځنګ د پنجشنبې ورځ په کابل کې پاکیستان لخوا د بريدونو په غندنه یوه غونډه رابللې وه او د غونډې په ترڅ کې ېې له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د نړيوالو ترهګرو د ساتنې او روزنې له امله دې د پاکیستان حکومت یو تروریست حکومت ونوموي. د غونډې ګډونوالو د پاکیستان لخوا ک
درد به يې واخلو، درد زمونږه د روزګار برخه ده/ واک
غزل درد به يې واخلو، درد زمونږه د روزګار برخه ده خوښي به ورکړو ځکه دا خو مو د يار برخه ده زما د هر سوال ځواب کې ستا درنه خاموشي ښکاري لمر مخيه چې همدا دې دانکار برخه ده د تورو زلفو په تيارو کې دې د سپين مخ رڼا په توره شپه کې دې ساتلې د سهار برخه ده
ستا عادتونه وو ګلرنګه چې پناه يې کړلو/ واک
غزل څوک مو له مرګه چې ژغورل، هغو به مونږ وژلو نوبت وو يو پسې د بل، هغو به مونږ وژلو مونږ ليوني وو مونږ د کور کاله سړي بلله هغوی جوړ کړی وو څه چل، هغو به مونږ وژلو خدای دې نو دا پېړۍ په هېڅ زمان بيا نه راولي وو زمونږ کور زمونږ مقتل، هغو به مونږ وژلو ستا عادتونه وو ګلرنګه چې پناه يې کړلو تا به چې مړه دېخوا کتل، هغو به مونږ وژلو هغه چې مونږ ورته
ستا اقرار او ستا انکار دواړه په یو وخت/ واک
غزل زړه دې مات وي، زړه دې مات وي، زړه دې مات وي خېر دی و دې چوي ستا غم دې پکې زيات وي تاسو ښې مزې وي کړي، چې مونږ راشو بيا نو ورکه شي خوښي، په ښار کې قات وي ژوند دی، ياره ته نو ولې خپه کېږې کله تريخ د زهرو ګوټ وي کله شات وي زه همدا وم، زه به دا يم، دا به اوسم د پايښت ګرمه چينه به مې خپل ذات وي ستا اقرار او ستا انکار دواړه په يو وخت خد
هغه شاعره ده، شاعره ده، شاعره ده خو/ واک
غزل لويه خبره ده مجبوره يو چې پټه يې کړو څومره ژوره ده مجبوره يو چې پټه يې کړو تابه ويل ما به و يل ټولې دنيا به ويل کيسه لږ خړه ده مجبوره يو چې پټه يې کړو ستاسې ځواني او رنګيني ستاسې خوشاله څېره زمونږ لوخړه ده مجبوره يو چې پټه يې کړو
ما د هر څه باوجود بيا هم ستا تصوير ساتلی/ واک
غزل له يو واړه سړي مې ډېره لويه تمه کړې ما مې په ژوند کې بس همدغه هڅه سمه کړې ستا د ښايست د خدای دپاره به يې سر ايښی وو دې خوار که شپه هم ميکده کې ستا له غمه کړې ګلابه تاته رسېدو کې به اغزي هم منو ګلابه دغه اراده مو هم له زړه نه کړې دلته به څوک د چا په خوله څنګه باور ولري دلته خو هر سړي تر خپل مطلبه ژمنه کړې ما د هر څه باوجود بيا هم ستا تصوير
غرور به مات کړم، غرور دې مات کړه/ واک
غزل غرور به مات کړم، غرور دې مات کړه تربور به مات کړم، تربور دې مات کړه شپه ده، پخه ده، رڼا کې خوب نشته راشه زما زړه کې خپل نور دې مات کړه يو ګام به درشم، يو ګام نو راشه دستور دې مات کړه، دستور به مات کړم د مينې ک
بلخ ادبي خوځښت: مېرمن بهير اونیزه غونډه وکړه
بلخ ادبي خوځښت: مېرمن بهير اونیزه غونډه وکړه راپور: ساینا ساپۍ د بلخ ادبي خوځښت څانګې مېرمن ادبي بهير د جمعې په ورځ د 1391 كال دغبرگولی د مياشتې په26مه نېټه/ خپله اوونیزه ادبي غونډه د دغه خوځښت د غونډو په دفتر كې جوړهكړه.
ژوند/ واک
ژوند .................... ژوند نو څه دی؟ يوه پلې قافله، چې د طبيعيت لخوا په ټاکل شوي مسير روان دی مخکې درومي مونږ يې چې ورځ، شپه بولو دا د همدغې لارې کمربندونه دي، چې ځو پرې راځو زمونږ څلورويشت ساته هم د هم
لېونتوبه، لېونتوبه، لېونتوبه/ واک
غزل لېونتوبه، لېونتوبه، لېونتوبه زما اصله، سړيتوبه، لېونتوبه د بېلتون موده کې ته هم وې ناځوانه دازغيو پر سر خوبه، لېونتوبه زما مينه، ستا ښايست، او عجيبه درد زړه مې پړک چوي له پړسوبه، لېونتوبه څومره ووړ وم، څومره ستر شومه منم دې د زړه سره، مينتوبه، لېونتوبه نن هغه جينۍ ټولګي کې نشته ولې؟ نن هغه ده بيا ناسوبه، لېونتوبه
ازاد نظم/ واک
موده وشوه بېخي ورک يم .................................... موده وشوه بېخي ورک يم له خپل ځانه، له جهانه ضرورت دی حس کوم يې چې ټول ژوند مې د يو چا سترګو کې پروت دی او د چا لپاره ژوند کوم لګيا يم .................................... موده وشوه بېخي ورک يم اوګمان کوم د پورته اسماني ستوري په څېر يم ورځ کې يمه، چېرته غيب له نظرونو خو د شپې په تاريکيو کې څرګند شم که د ژوند په باريکيو کې څرګن
زه درته ګلاب په لاس راغلی يم/ واک
غزل نن مې د يو چا په زړه كې كور كړى نن مې د يو چا له لاسه شور كړى خداى به مې له هر افته وساتي خواست راته د خير مې ګرانې مور كړى زه درته ګلاب په لاس راغلى يم تا راته د (نه) په لفظ زور كړى څومره چې سوځېږمه، پخېږمه ما همېش خوراك د عشق د اور كړى ډېر دې د سبا په نوم ساتلى يم بيا دې د وعدې خلاف كار نور كړى تا راته د ز
یو ګلرنګ راسره یار شو/ واک
غزل يو ګلرنګ راسره يار شو پس له جنګ راسره يار شو هغه رټ، رټ ځوابونه اوس نو څنګ راسره يار شو؟ اوس به وخت نه بدل اخلو څنګ پر څنګ راسره يار شو د عشق اور به مړ کومه يو اوبرنګ راسره يار شو د ژوند واک يې رانه واخيست په قلنګ راسره يار شو
دوه ازاد شعرونه/ واک
بارانه کور دې اباد په يوه لار روان وو زه او جانان روان وو خو فاصله وه تر منځ چې ناڅاپي په اسمان ورېځ راغله او باران شروع شو چترۍ زما لاس كې وه جانان له دې وېرې چې لوند نه شي نو زما خواته راغى &nbs