غزل

له يو واړه سړي مې ډېره لويه تمه کړې

ما مې په ژوند کې بس همدغه هڅه سمه کړې

 

ستا د ښايست د خدای دپاره به يې سر ايښی وو

دې خوار که شپه هم ميکده کې ستا له غمه کړې

 

ګلابه تاته رسېدو کې به اغزي هم منو

ګلابه دغه اراده  مو هم له زړه نه کړې

 

دلته به څوک د چا په خوله څنګه باور ولري

دلته خو هر سړي تر خپل مطلبه ژمنه کړې

 

ما د هر څه باوجود بيا هم ستا تصوير ساتلی

خير که تا په هر قدم زما غندنه کړې

 

واکه جانانه د دنيا خبرې وي همداسې

واکه نو وايه دلته چا د زړه ساتنه کړې؟