غزل

لويه خبره ده مجبوره يو چې پټه يې کړو

څومره ژوره ده مجبوره يو چې پټه يې کړو

 

تابه ويل ما به و يل ټولې دنيا به ويل

کيسه لږ خړه ده مجبوره يو چې پټه يې کړو

 

ستاسې ځواني او رنګيني ستاسې خوشاله څېره

زمونږ لوخړه ده مجبوره يو چې پټه يې کړو

 

ما ورته ډېر څه ويل هغې به راته هېڅ نه ويل

اوس څه اوتره ده مجبوره يو چې پټه يې کړو

 

هغه شاعره ده، شاعره ده، شاعره ده خو

لږ بې هنره ده مجبوره يو چې پټه يې کړو

 

واکه دردونه درکوم زړه دې چې اخلې که نه

دا يې خبره ده مجبوره يو چې پټه يې کړو