غزل

زړه دې مات وي، زړه دې مات وي، زړه دې مات وي

خېر دی و دې چوي ستا غم دې پکې زيات وي

 

تاسو ښې مزې وي کړي، چې مونږ راشو

بيا نو ورکه شي خوښي، په ښار کې قات وي

 

ژوند دی، ياره  ته نو ولې خپه کېږې

کله تريخ د زهرو ګوټ وي کله شات وي

 

زه همدا وم، زه به دا يم، دا به اوسم

د پايښت ګرمه چينه به مې خپل ذات وي

 

ستا اقرار او ستا انکار دواړه په يو وخت

خدای دې نکړي چې تر ډېره دا پسات وي

 

واک به نه وي، واک به خاورې وي ملګرو

خو درپاته به يې دغه روايات وي