غزل

څوک مو له مرګه چې ژغورل، هغو به مونږ وژلو

نوبت وو يو پسې د بل، هغو به مونږ وژلو

 

مونږ ليوني وو مونږ د کور کاله سړي بلله

هغوی جوړ کړی وو څه چل، هغو به مونږ وژلو

 

خدای دې نو دا پېړۍ په هېڅ زمان بيا نه راولي

وو زمونږ کور زمونږ مقتل، هغو به مونږ وژلو

 

ستا عادتونه وو ګلرنګه چې پناه يې  کړلو

تا به چې مړه دېخوا کتل، هغو به مونږ وژلو

 

هغه چې مونږ ورته په يخه شپه پناه ورکړله

سبا ولاړ وو په مورچل، هغو به مونږ وژلو

 

واکه در ياد دي چې د هو او نه ځواب يې نه وو

خو مخامخ چې يې خندل، هغو به مونږ وژلو