غزل
درد به يې واخلو، درد زمونږه د روزګار برخه ده
خوښي به ورکړو ځکه دا خو مو د يار برخه ده
زما د هر سوال ځواب کې ستا درنه خاموشي
ښکاري لمر مخيه چې همدا دې دانکار برخه ده
د تورو زلفو په تيارو کې دې د سپين مخ رڼا
په توره شپه کې دې ساتلې د سهار برخه ده
مونږ ورته زړونه مخ کې کېدو دوی يې پښو لاندې کړي
څه زورور دي ښکلي، دا يې د رفتار برخه ده
ملګري ډېر لرم يو نيم مې د لستوڼي مار شي
ټک راکوي زما وجود يې د ګذار برخه ده
عشقه ستا درد مې تر دا ننه پورې پټ ساتلی
عشقه په سترګو کې سرخي مې د خمار برخه ده
18.06.2012
- جاوید واک
غزل
څوک مو له مرګه چې ژغورل، هغو به مونږ وژلو
نوبت وو يو پسې د بل، هغو به مونږ وژلو
مونږ ليوني وو مونږ د کور کاله سړي بلله
هغوی جوړ کړی وو څه چل، هغو به مونږ وژلو
خدای دې نو دا پېړۍ په هېڅ زمان بيا نه راولي
وو زمونږ کور زمونږ مقتل، هغو به مونږ وژلو
ستا عادتونه وو ګلرنګه چې پناه يې کړلو
تا به چې مړه دېخوا کتل، هغو به مونږ وژلو
هغه چې مونږ ورته...
21.07.2012
- جاوید واک
د ویښ ځوانانو غورځنګ: له ملګرو ملتونو غواړو چې پاکیستان تروریستي حکومت ونوموي.
د ویښ ځوانانو غورځنګ د پنجشنبې ورځ په کابل کې پاکیستان لخوا د بريدونو په غندنه یوه غونډه رابللې وه او د غونډې په ترڅ کې ېې له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د نړيوالو ترهګرو د ساتنې او روزنې له امله دې د پاکیستان حکومت یو تروریست حکومت ونوموي.
د غونډې ګډونوالو د پاکیستان لخوا ک...