غزل

غرور به مات کړم، غرور دې مات کړه

تربور به مات کړم، تربور دې مات کړه

 

شپه ده، پخه ده، رڼا کې خوب نشته

راشه زما زړه کې خپل نور دې مات کړه

 

يو ګام به درشم، يو ګام نو راشه

دستور دې مات کړه، دستور به مات کړم

 

د مينې کار دی، په منډه راشه

بل هر يو کار ضرور دې مات کړه

 

عشق له محدودې کلا راباسه

د ښايستونو تنور دې مات کړه

 

نور راته (واک صيب) هېڅ وخت مه وايه

مړې! نو دا رسمي امور دې مات کړه