بلخ ادبي خوځښت: مېرمن بهير اونیزه غونډه وکړه
راپور: ساینا ساپۍ
د بلخ ادبي خوځښت څانګې مېرمن ادبي بهير د جمعې په ورځ د 1391 كال دغبرگولی د مياشتې په26مه نېټه/ خپله اوونیزه ادبي غونډه د دغه خوځښت د غونډو په دفتر كې جوړهكړه.
اونيزه غونډه، چې د ويندويۍ چارې يې جمیلې گران پرمخ وړلې، د سپوږمۍ په تلاوت بیل شوه.
د غونډې د څارنې او نتيجه ګيرى لپاره لیلا صافۍ کوربنه وټاکل شوه.
د تېرې اونۍ راپور ساینا صافی ولوست، چې د ګډونوالو له خوا وستايل شو. حمېدې ګزارش وستايه، ویې ویل: د غونډې ټولې برخې پكې سمې را اخيستل شوې وې.
په غونډه کې، چې د مور له ورځې سره په یووخت جوړه شوې وه، وروسته ازاده مشاعره پيل شوه چې هرې ګډونوالې په خپل وار سره پكې خپل شعرونه او نثري ټوټې د مور په هکله ولوستلې.
د مشاعرې په پاى كې د غونډې کوربنی غونډه وستايله او زياته يې كړه چې د نثر په برخه كې د ملګرو استعداد لوړ شوى او كه همداسې دوام وكړي، نو ښه راتلونكې به ولري.او زياته يې كړه، چې زموږ را ټولېدل او له يو بل سره د نظرياتو شريكول، زموږ د علمي پوهې په لوړوالي كې ډېره مرسته كوي، نوموړې د غونډې له ګډونوالو څخه وغوښتل، څوک چی د ویندی او گزارش لیکنی مسولیت لری په درې اونیو کی باید هرومروخپل مسوولیت پرمخ بوزی او غیر حاضری دی ونکری چی غونده له ځنډ سره نه مخامخ کېږي .غونده د سپوږمی په دعا پاى ته ورسېده.
ياده دې وي، چې د بلخ ادبي خوځښت بېلابېلې څانګې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو كې هره اونۍ اونيزې ادبي غونډې كوي، چې مېرمن بهير يې يو له فعاله څانگو څخه ده.