ژوند

....................

ژوند نو څه دی؟

يوه پلې قافله، چې

د طبيعيت لخوا

 په ټاکل شوي مسير

روان دی مخکې درومي

مونږ يې چې ورځ، شپه بولو

دا د همدغې لارې

کمربندونه دي، چې ځو پرې راځو

زمونږ څلورويشت ساته

هم د همدې کمربندونو څارګر

او ژوند مو ګوري تالاشي يې اخلي

چې مونږه څه کړي او چيرته به ځو

بس مونږ ملګري د يوې قافلې

مونږ انسانان روان پر دغه مسير

خو لارې بېلې بېلې

زمونږ رشته ده پر همدې تار بنده

زمونږ د پای ټکی به يو وي

....... ها چې نوم يې (مرګ) دی ........