غزل

لېونتوبه، لېونتوبه، لېونتوبه

زما اصله، سړيتوبه، لېونتوبه

 

د بېلتون موده کې ته هم وې ناځوانه

دازغيو پر سر خوبه، لېونتوبه

 

زما مينه، ستا ښايست، او عجيبه درد

زړه مې پړک چوي له پړسوبه، لېونتوبه

 

څومره ووړ وم، څومره ستر شومه منم دې

د زړه سره، مينتوبه، لېونتوبه

 

نن هغه جينۍ ټولګي کې نشته ولې؟

نن هغه ده بيا ناسوبه، لېونتوبه

 

واک مې نه رسي چې ځان درنه راخلاص کړم

ای د ښار مسته ډمتوبه، لېونتوبه