موده وشوه بېخي ورک يم

....................................

موده وشوه بېخي ورک يم

له خپل ځانه، له جهانه

ضرورت دی حس کوم يې

چې ټول ژوند مې د يو چا سترګو کې پروت دی

او د چا لپاره ژوند کوم لګيا يم

....................................

موده وشوه بېخي ورک يم

اوګمان کوم د پورته اسماني ستوري په څېر يم

ورځ کې يمه، چېرته غيب له نظرونو

خو د شپې په تاريکيو کې څرګند شم

که د ژوند په باريکيو کې څرګند شم؟

.........................

موده وشوه بيخي ورک يم

اوس له خپلې حافظې نه ګيله من يم

او له ټولې زمانې نه ګيله من يم

د مکتب دور مې ياد شي

له درېيم ټولګي نيولي، دولسم پورې  ملګرو

د خپل صنف اول نومره وم

ډېر تکړه وم، ډېر تکړه وم

اوس هغه تکړه توب نشته

پوهنتون ته ځم راځمه

اوس دا وېره راسره ده

دا ګمان نه دی يقين دی، چې چانسونه به مې ډېر وي

ناکامۍ سره به مخ شم

د چا غم له هره کاره يم ويستلی

د چا ياد سم له روزګاره يم ويستلی

...............................................

موده وشوه بيخي ورک  يم

کله نور هم پسې ورک شم او پيدا شم

د چا غم  مې د خواره وجود

هر درد راپارولی

او همدې درد ډېر شعرونه را پېرزو  کړل

ازغي ژوند کې يې ګلونه را پېرزو کړل

..................................

موده وشوه بېخي ورک يم

که همدغسې روان وم.

لا به ورک شم، لا به غيب شمه ملګرو

د چا سترګو کې مې ژوند دی

خدای دې نکړي چې هغه سترګې شي پټې

او زما ژوند به هم هغه وخت تمام وي

بيا به غم د ناکامۍ راسره نه وي

بيا به چانس د پښېمانۍ راسره نه وي

بس يو څوک دی لکه زړه راباندې ګران دی

لکه سترګې او لېمه راباندې ګران دی