غزل
نن مې د يو چا په زړه كې كور كړى
نن مې د يو چا له لاسه شور كړى
خداى به مې له هر افته وساتي
خواست راته د خير مې ګرانې مور كړى
زه درته ګلاب په لاس راغلى يم
تا راته د (نه) په لفظ زور كړى
څومره چې سوځېږمه، پخېږمه
ما همېش خوراك د عشق د اور كړى
ډېر دې د سبا په نوم ساتلى يم
بيا دې د وعدې خلاف كار نور كړى
تا راته د زړه واك راسپارلى دى
نن مې دا اعلان په هر يو لور كړى
03.06.2012
- جاوید واک
غزل
يو ګلرنګ راسره يار شو
پس له جنګ راسره يار شو
هغه رټ، رټ ځوابونه
اوس نو څنګ راسره يار شو؟
اوس به وخت نه بدل اخلو
څنګ پر څنګ راسره يار شو
د عشق اور به مړ کومه
يو اوبرنګ راسره يار شو
د ژوند واک يې رانه واخيست
په قلنګ راسره يار شو...
03.06.2012
- جاوید واک
موده وشوه بېخي ورک يم
....................................
موده وشوه بېخي ورک يم
له خپل ځانه، له جهانه
ضرورت دی حس کوم يې
چې ټول ژوند مې د يو چا سترګو کې پروت دی
او د چا لپاره ژوند کوم لګيا يم
....................................
موده وشوه بېخي ورک يم
اوګمان کوم د پورته اسماني ستوري په څېر يم
ورځ کې يمه، چېرته غيب له نظرونو
خو د شپې په تاريکيو کې څرګند شم
که د ژوند په باريکيو کې څرګن...