د مومند بابا ادبي بهير اونيزې غونډې کې د بريالي جلالزي پر لنډې کيسې اوږد بحث وشو
راپور : عصمت خان
د بلخ ادبي خوځښت څانګې مومند بابا ادبي بهير د ۱۳۹۱ لمريز کال، زمري په ديارلسمه،جمعې په ورځ د دغه خوځښت په مرکزي دفتر کې اونيزه غونډه وکړه.
وياند جاويد واک،د پيل د پاره عبدالوهاب بازيد د مبارکو ايتونو تلاوت ته راوباله، د غونډې له پيلېدو وروسته عصمت خان د تېرې اونۍ راپور ولوست چې ګډونوالو ډېر خوښ کړ.
ذبيح الله احساس راپور وستايه او زياته يې کړه چې په لوړ معيار کې ليکل شوی وه، د راپور د ستاينې تر څنګ يې ؤېل چې عيسوي نېټې ته هومره اړتيا نشته او په ليډ کې دې د نقل قول پر ځای د کره کتنې بحث يادونه وشي ځکه په دا ډول راپورونو کې نقل قولونه په ليډ کې خوندور نه راځي.
احساس زياته کړه چې د کره کتنې په برخه کې ځيني وخت کره کتونکی د بحث له موضوع نه د باندې خبره کوي چې دغه ټکي ته بايد په راپور کې پام وشي او را نه وستل شي.
ضمير څار د (ورسره) کلمه په راپور کې کلېشه وبلله او غوښتنه يې وکړه چې په راتلونکي کې يې لږې کارونې ته پاملرنه وشي.
پر راپور تر کره کتنې وروسته د غونډۍ لومړۍ برخه کره کتنه پيل شوه چې د (دفتر) تر سر ليک لاندې د بريالي جلالزي لنډه کيسه ورته غوره شوې وه.
بريالي جلالزي کيسه پرنټ شوې پر ملګرو ووېشله، يو ځل يې ولوستله او ګډونوالو ته يې پرې د کره کتنې وخت ورکړه.
کيسه د يوه زوی او مور تر منځ د دفتري نجلۍ پر سر اختلافات بيانوي، زوی له يوې دفتري نجلۍ سره واده کول غواړي خو مور يې نه ورسره مني او پايله يې دا کېږي چې زوی په ځان وژنې لاس پورې کوي.
استاد ضمير څار د بريالي جلالزي د فېسبوک پر وال کېسه لوستې وه او ليکنه يې پرې کړې وه، د کره کتنې په پيل کې څار ليکنه واورله، په ليکنه کې د کېسې پر تلوسې خبره شوې وه چې غښتلې تلوسه لري، هرې څو کرښې وروسته د لوستونکې هغه پوښتنې چې په ذهن کې ور پيدا کېږي، ځوابېږي.
خو د پای په اړه يې په ليکنه کې راځي چې د وړاندوينې خلاف ده او د لوستونکي د پوهې او د کېسې د موضوع ترمنځ بېلوالی موجود دی نو همدا ځای دی چې لوستونکی د کيسې پر حقيقت شک کوي.
څار، د کېسې تخنيکي اړخ، خوندور اصطلاحات لکه: کربان دې شمه، که نې منې زه بيا دا کار کوم. د کرکټرونو په ځای راوستل، د کيسې ښکلي تصويرونه، نوې موضوع او ستر پيغام چې ښيي زموږ ځيني خلک لا هم د دفترونو په اړه ناسم فکرونه لري، ستايلی وه.
په ليکنه کې د کيسې ځيني عبارتونه او پاراګرافونه تر نيوکې لاندې راغلي وه چې تکراري يا اضافه راوستل شوي دي.
د کېسې د نوم په اړه ليکل شوي وه چې ښه په کېسې پورې تړلی دی او تلوسه لري چې لوستونکی د کېسې لوستلو ته اړ کړي.
ذبيح الله احساس د ضمير کره کتنه وستايله خو زياته يې کړه چې زه ورسره پوره موافق نه يم.
نوموړي ؤېل د کيسې لومړی پاراګراف اضافي دې او که لري شي نو په کيسه کې به څه کمی رانشي، احساس د کېسې تلوسه دروغجنه تلوسه وبلله او زياته يې کړه چې په کيسه کې د ټولنې د دغه نا سم دود د له مينځه وړلو هڅه نده شوې.
احساس د کيسې يوه ستره نيمګړتيا تر دويمې برخې وروسته د کيسې د موضوع بدلېدو امکان په ګوته کړه. نوموړی وايي که د (کربان دې شمه زويه ، ولې دې مور ځوروې، درته وايم خو چې نه کېږي ته ولې شله يې) پر ځای موږ بله موضوع راولو، د بېلګې په توګه د يو خان سړي زوی موټر غواړي او پلار يې نه ورته اخلي او همداسې د زوی او پلار جنجال سره اوږد کړو نو له دې سره به د کېسې موضوع پوره بدله شي او يو نوی شی به ترې جوړ شي.
احساس ؤېل کېسه بايد له پيل نه له موضوع سره تړلې واوسي او د هېڅ ډول تغيير امکان پکې نه وي، نوموړي د کيسې له مکالمه څخه ځان متأثره وباله.
توريالي جلالزي د پيغام په اړه ؤېل چې په کېسه کې ندي په ډاګه شوي چې دفتري نجوني په څه دي؟ له دې نه شايد ټولنه منفي پيغام واخلي که پيغام مثبت هم وي.
عبدالوهاب بازيد هم د پيغام په اړه ؤېل چې که په کيسه کې د دفتري نجونو په دفترونو کې د کار لامل يا د دوی د ژوندانه اړتياوې راخيستل شوې وای نو بيا به ټولنې تر ډېره له کيسې منفي پيغام نه اخيست.
ذبيح الله احساس د عبدالوهاب بازيد د خبرو په په ځواب کې ؤېل چې په کيسه کې کره کتونکي يوازي د کيسې په تخنيکي ستونزو نيوکه کوی شي او فکري اړخ په ليکوال پورې اړه لري که پيغام يې مثبت وي که منفي.
د کره کتنې په پای کې بريالي جلالزي ته وار ورکړل شو تر څو د ګډونوالو له خوا د ده پر کېسه د شويو نيوکو په اړه خپل نظر څرګند کړي.
جلالزي له ټولو ملګرو مننه وکړه، په ځانګړې توګه له ضمير څار څخه چې کيسه يې پوره لوستې وه او ليکنه يې پرې کړې وه، او هغو ټکو ته چې زما پام نه وه را پام يې کړ، په پای کې يې يو ځل بيا له ملګرو مننه وکړه چې د ده پر کيسه يې کره کتنه وکړه.
له کره کتنې وروسته وياند په دوو بيتونو مشاعره پيل کړه چې په لومړي سر کې يې ذبيح الله احساس ته بلنه ورکړه تر څو خپل شعر واوروي.
احساس نوی ازاد نظم واوراوه چې ګډونوالو ډېر خوښ کړ.
ورپسې عصمت خان، عبدالوهاب بازيد، توريالي جلالزي وا جاويد واک په خپل وار نوي شعرونه، غزلې او څلوريزې واورولې.
د راتلونکې اونۍ کره کتنې برخې ته د عصمت خان ژباړه غوره شوه او غونډه د مازيګر ناوخته د جاويد واک په دعايې پای ته ورسېده.