ازاد شعر...

تا راته وېل چې عبادت دې کوه

...................

تا راته وېل چې عبادت دې کوه

تا زه درک کړی يم

مننه ډېره

او زما مينې ته دې خپله عبادت ويلی

هاغه وروستۍ خبرې

څنګه جدي غوندې شوې

خو زما سترګو کې پرتې خاموشۍ

دې ټول غرور مات کړ

داسې شوې ماته، ته وا اور باندې اوبه واچوې

تا راته و ېل چې عبادت دې کوه

مننه ډېره چې لږ پوی دې کړمه

چې ستا په زړه کې مې هم ځای نيولی

په دې کاله کې مې هم ځای نيولی

ستا مجبوريت منمه

شکر چې هر څه دې صفا وويل

مننه ډېره چې د دومره مجبوريت باوجود

بيا دې هم زما د زړه خاطر کړی دی

زما خو پام نه وو رښتيا هم والله

زمونږ ټولنه، چاپېر چل څومره بدمانه دی چې

څوک په سپېڅلې مينې هم باور کولی نشي

دلته د زړه ماتول ډېر اسان دي

دلته د چا خاطر ته نه ګوري څوک

بس ته مې درک کړې او منم دې ګرانې

سلام سلام دې ستا پر غټ زړګي وي

له دې نه وروسته چاته حال نه وايم

په دې وعده باندې دې ژوند کومه

نور به د غم سندرې نه اورم، خپل کار به کوم

ها په وروستي ځل دې چې ډاډ راکړ

او راته ودې ويل چې:

زه به د خپلې کوټې

او د خپل کټ په بازوګانو باندې

په غټو، غټو کرښو وليکم، چې

څوک مې په تمه دی،زما دپاره ساه اخلي

همدا به هر سهار له خوبه وروسته

په باربار لولمه، او وايم به چې

خدای مکړه دا سپېڅلی زړه مات نکړم