غزل

په مخ راغلې رانه تېر شوې، زړه مې مات شو

سم زما د ژوند په څېر شوې، زړه مې مات شو

 

ټول ماضي مې ستا د عشق جنون نيولی

نن خو ورک يم رانه هېر شوې، زړه مې مات شو

 

رانه لرې وې لږ ښه وې، لږ اباد وم

چې نزدې شوې راچاپېر شوې، زړه مې مات شو

 

زه له خپل وجوده ډېر اخوا در تېر شوم

ته په خپل وجود کې ګېر شوې، زړه مې مات شو

 

عشقه ښه وې کمرنګۍ کې دې بقا وه

اوس چې ډېر شوې پسې ډېر شوې، زړه مې مات شو