بلخ ادبي خوځښت: مېرمن بهير يو ځل بيا د کره کتنې لړۍ پيل کړه
راپور : جميله ګران
مېرمن کلتوري ټولنيز بهير يو ځل بيا د کره کتنې برخه وروسته له مودې په ډېره مينه او لېوالتيا د ډېرو ګډونوالو په شتون پيل کړه.
د بهير اونيزه غونډه د زمري پر ديارلسمه د جمعې په ورځ نهه بجې د بلخ ادبي خوځښت د دفتر د اونيزو غونډو په خونه کې وشوه.
غونډه د زهرا کاکړ له خوا د قران شريف په څو مبارکو ايتونو پيل شوه چې د وياندويي چارې يې هوسۍ جلالزۍ ترسره کولې.بهير د کره کتنې برخې پيل د (پوهنتون) تر سر ليک لاندې د زهرا کاکړ په ليکل شوې کيسې وکړ.
حميدې ځلا په کره کتنه پيل وکړ، کيسه يې وستايله او د کيسې يوې برخې ته چې (دا پوهنتون نه دی ښوونځی دی چې کوم وخت دې زړه وشي بيا ورشې) وويل: د پوهنتون فضا او ماحول د ښوونځي په پرتله آزاد دی نو بايد دا جمله داسې ليکل شوې وای (دا ښوونځی نه دی پوهنتون دی چې کوم وخت دې زړه وشي بيا ورشې). همدا شان د کيسې سرليک يې ښه وګڼه چې د کيسې موضوع سره ښه تړاو لري.
هوسۍ جلالزۍ سربېره پر دې چې کيسه يې ښه وګڼله، زياته يې کړه: په کيسه کې چوکاټ ښه مراعات شوی و او جملې يې ډېرې ښې را خيستل شوې وې.
راضيه ګران بيا کيسه خوښه کړه او وې ويل : د کيسې پيل ډېر ښه و، ښې جملې کارول شوې وې خو ما د کيسې څخه د ښه پای هيله درلوده پای يې هغومره خوندور نه وه.
د غونډې بلې ګډونوالې جميله ګران د کيسې په دې جملې باندې چې (زرلښتې نه دوه وروڼه او خويندې مشران دي چې خويندي واده شوې يو ورور اينجينرۍ او بل د شرعيات پوهنځي محصل دی او يو ورور يې ترې وړوکی دی چې په لسم ټولګي کې وه ) داسې ؤوېل: زما په اند د زرلښتې د وروڼو او د هغوﺉ د زده کړو په اړه دومره تفصيلي معلومات په کيسه کې ورته ضرورت نه احساسيږي، نو دا بايد ترې لري شي.
هوسۍ جلالزۍ د جميلې د نظر په اړه داسې څرګندونه وکړه : زرلښته د يوې تعليم کړې کورنۍ سره تړاو لري نو د هغې د وروڼو په هکله دا هر څه بايد وليکل شي، او دا اړين ګڼل کېږي تر څو لوستونکي په سمه توګه د هغې کورنۍ په هکله پوه شي.
د کره کتنې په پای کې د غونډې څارونکي ذبيح الله احساس د ګډونوالو نظريات د پام وړ وګڼل او د کيسې په اړه يې ووېل: د دې کيسې د اورېدلو څخه وروسته دا خبر په ډاګه کېږي چې زهرا کاکړ راتلونکې کې ښه ليکواله کېدای شي ځکه د ليکلو اصول يې تر ډېره بريده په کې مراعات کړي، صحنې ښې انځور شوې دي.
نوموړي زيآته کړه چې که غواړۍ ښه کيسه ليکوال شﺉ نو هغه څه وليکﺉ چې تجربه کړي مو وي او يا دومره پرې پوه شﺉ چې ليکل يې درته اسان دي.
د هغه په وينا د يوې رياليستيکي کيسې مهم اړخ دا دی چې کرکټرونه کې ورننوځي او هر کرکټر په خپله ژبه خبرې وکړي.
احساس د کيسې په اړه ؤېل: نجلۍ او هلک له يو بل سره کتل او د همدې ځای څخه پيل کېدای، ورو ورو د مختلفو تصادفاتو څخه وروسته هلک او نجلۍ په داسې حال کې را روان وای چې هلک د کانکور ازموينه ورکړې او نجلۍ هم ډېره خوشاله ده، همداسي به کيسه پای ته رسېده.
احساس د کره کتنې په پای کې د ګډونوالو د لا برياليتوبونو هيله وکړه او هغوۍ يې وهڅول چې ضرور دې په کره کتنه کې برخه اخلي.
تر کره کتنې وروسته آزاده مشاعره د جميلې په لنډه کيسه شوه ورپسې هوسۍ هم خپله لنډه کيسه ولوسته، بيا راضيه ګران، زهرا کاکړ او حميدې په خپل وار سره خپلې نثري ټوټې وړاندې کړې
غونډه شاوخوا لس بجې پای ته ورسېده