غزل

له مړو مو زده كړې دژونديو دبقا لارې

وخت راته بندې كړې دنيا كې ددنيا لارې

 

ګوره دې كلي كې به خود وي دښايست قافلې

ورته له هر لوري راغلي د ښكلا لارې

 

داعجيبه ده دابه چرته ځو ملګرو راشئ

په كومو سر يو راته ښكاري معما لارې

 

جانانه پام چې داكچه ځواني دې خاورې نه شي

په مخه وانخلې مغروره دجفا لارې

 

دلته دهر يوه راتګ خدايه په زور شوى دى

وروسته په دوى دي بندې شوي له هر خوا لارې

 

داچې تر مرګه لوپټه له سره نه غورځوي

خداى ورښودلي په ازل كې دحيا لارې

 

راشه دهغه چا په ياد باندې ډېوه بله كړو

هغه چې ماوتاته ښودلي دي همدالارې 

واک