غزل

ومه لوېدلى او يو چاله لاسه ونيولم

يم خوش قسمته دااشنا له لاسه ونيولم

 

زماباور و چې زما دزړه غوښتنه منې

داچې په مينه دې بيا بيا له لاسه ونيولم

 

ګرانې شفق شوې زما دې پيكه پيكه ژوندون ته

نن شپه يوازې وم چې تا له لاسه ونيولم

 

له يولمرمخي پوروړى يم چې توره شپه كې

لكه سپوږمۍ يې ترسبا له لاسه ونيولم

 

لږ څه مې بيا امېد پيداشو دژوند دغه پوړ كې

دعشق په ښاركې خپل باچا له لاسه ونيولم

واک