محمد اسلامي
محمد مدثر اسلامي د محمد مزمل اسلامي زوی، د ملا عبدالقدیر لمسی او د لغمان ولایت د قرغه یي ولسوالۍ د لړه موړې د کلي اوسیدونکی دی.
د ۱۳۶۶ کال د تلې د میاشتې په یوولسمه یې د پاکستان په پېښور کې نړۍ ته سترګې پرانیستې دي. لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې د هجرت په چاپېریال کې په النور لېسه کې ترسره کړي.
یوولسم ټولګي څخه تر فارغېدو وروسته له کورنۍ سره هېواد ته راستون شو او دولسم ټولګی یې په محمد علم فیض زاد لیسه کې ولوست.
د ۱۳۸۴ کال د کانکور په ازموینه کې د کابل پوهنتون د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځۍ ته بریالی شو. په پوهنځي کې يې د درسونو تر څنګ ادبي فعالیتونه هم لرل. د روزنهء امید دیوالي جریدې لیکوال پلاوي غړیتوب او د محصلینو د اسانتیا په موخه له دري څخه پښتو ته د افغانستان معاصر تاریخ ژباړه یې د پوهنتون پر مهال د ادبي فعالیتونو غټې بېلګې دي.
د تربیتي مدیریت په څانګه کې لیسانس او د ټولنپوهنې به برخه کې ماسټري لري.
محمد مدثر اسلامي د هغې ځانګړې مینې له مخې چې له لیکوالۍ سره یې لرله او همدارنګه د ښاغلی استاد محمد مزمل اسلامي او نورو مشرانو او ملګرو د هڅو او هاند په پایله کې لومړی په ژباړه او وروسته په لیکنه لاس پورې کړ.
دی په لسګونو لیکنې لري چې په بېلابېلو چاپی رسنیو کې خپرې شوي. له النور دیوالی جریدې، اصلاح جریدې، ملی اصلاح اونیزې، فقه القرآن تخصصې مجلې او صدای بامداد ورځپاڼې سره همکار پاتې شوی دی. د اسلامی نړۍ نامتو پوه او مفکر ابوالحسن علی ندوي صاحب یو کتاب یې (د اسمان له لوړو) په نامه پښتو ته ژباړلی، خو لا تر اوسه چاپ شوی نه دی.
دی په پښتو، دري او انګلیسي ژبو روانې خبرې کوي او له اردو او عربي سره هم ډیره اشنایي لري او له یادوو شوو ټولو ژبو څخه پښتو ته ژباړه کولای شي.
محمد مدثر اسلامي په سر کې په کابل کې د اصلاح انلاین د همکار، وروسته د وېبپاڼې د علمی او تحقیقي برخې د مسؤول او بیا د وېبپاڼې د دعوت او فکري برخې د مسؤول په توګه دنده ترسره کړې.
محمد مدثر اسلامي د جمعیت اصلاح افغانستان غړی، د نهاد جوانان مسلمان (نجم) د عامه فعالیتونو مشر او د رسالت فرهنګي انجمن رئیس دی.
په ویبلاګ کې خپریدونکي مواد د مدثر اسلامي شخصي نظر څرګندوي.
مقالې
کابل کې لومړي ځل لپاره د ماراتون لوبه وشوه
ماراتون د ۴۲ کیلو متره اوږد واټن ځغاسته ده، چې معمولا د سرک منډې په توګه ترسره کیږي. په نړۍ کې هر کال له ۵۰۰ ډیرې ماراتون ځغاستې کیږي، چې ډیری ګډون کوونکي یې شوقي ورزشکاران وي. د افغانستان مسلمانو ځوانانو ټولنې (نجم) په نوښت سږکال دا لوبه د افغانستان د خپلواکۍ د پنځه نوییمې کلیزې د لمانځلو په مناسبت په کابل کې ترسره شوه. د لوبې د تنظیم ډلې مشر مسیح عمر وویل: دا لوبه د سکای رننګ (Sky Running) ځغاستونکو سره په همغږۍ وشوه او پکې د مسلکي ځغاستونکو سربیره شوقي ورزشکارانو هم برخه اخیستې وه.
دا ظلم دی!
دا ظلم دی!ناقونانوي ده!
د ښځو تعلیم، کلتوري ستونزه که ناکامې برنامې؟
پښتنه زمونږ د کلي په ښځو کې تر ټولو لوستې جلۍ ده. د هجرت له برکته زمونږ د کلي څو په شمار هلکانو ښوونځی ولوست، که نه پښتنه به د کلي په سړیو کې هم تر ټولو ډیر تعلیم والا وه. ټول کلی په پښتنې ویاړي او هره کورنۍ غواړي چې ماشومان یې د پښتنې په څیر درس ووايي. خو پښتنه سږکال دې خبرې ډیره اندیښمنه کړې چې له نهم ټولګي وروسته نور تعلیم به یې پاتې شي، ځکه د کلي ښوونځی یواځې تر نهمه دی او د نور تعلیم لپاره پښتنه او په ټولګي کې ورسره نورې نجونې باید د ولسوالۍ ښوونځي ته ولاړې شي، چې له کلي ورته په س
افغان میرمنې، ستونزې او حل لارې
محمد مدثر اسلامي دا نږدې ټولو ته جوته ده، چې میرمنې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې له بلا شمیر ستونزو سره مخ دي. د میرمنو ستونزې په هر ځای او هره سیمه کې ځانګړي لاملونه لري. د افغان میرمنو ستونزې تر ډیره حده د خلکو د پوهې د ټیټوالي، ناسمو ټولنیزو دودونو او له دیني ښوونو لریوالي پایله ده. په ټولو کې ستره ستونزه بیا ښوونې او روزنې ته په ځانګړي ډول د افغان میرمنو لاس رسی نه درلودل دي، چې نه یواځې میرمنې بلکې د ټولنې پرمختګ یې له ګواښونو سره مخ کړی. په تیره څه له پاسه یوه لسیزه کې د
دوه لوګري
- جي، تپوس مې کولو. - صوفي صیب، د څه تپوس دې کولو؟ - جي، لوګري یو. لو کوو. - ما ته خو لوګري نه ښکارئ! - جي، پټی راته ښایه، لو کوو یې. - همداسې وړاندې ورځئ، کوم پټی به درته پیدا شي. بیا کرۍ ورځ په لو پسې ګرځیدو، خو چا لو رانکړ. ماښام چې کور ته راوګرځیدو، ماما راته ویل په مونږ څه شوي چې لوګري نه ښکارو. لوګري به څنګه ښکاره شوي وه، چې سپین کالي مو پر تن وه، ږیرې مو ښایسته ږمنځ کړې وې، او ماما منظم پکول په سر ایښی وه. دا د هجرت په چاپیریال (ج
پمپر
-
زه بې سته جنت ته هم نه ځم، هو!!!
- السلام علیکم ماما!- وعلیکم السلام، بچیه ستړی مشې. څنګه یې؟ مادر دې
د یوه زوی اروا له دیرش کلو وروسته له مور سره یوځای شوه!
نږدې څلور دیرش پنځه دیرش کاله وړاندې افغانستان کې افغاني کمونستانو (خلقیانو او پرچمیانو)، چې د اسلام ضد مفکوره یې درلوده او له شوروي کمونیزم سره په فکري او تنظیمي لحاظ تړلي و، د وخت په لومړني جمهور رئیس (سردار محمد داود خان) باندې په (۱۳۵۷) کال د غویي میاشتې په اومه کودتا وکړه چې د (غویي کودتا) په نامه یاده سوه. په مقابل کې یې د افغانستان مسلمان ولس ملي پاڅون وکړ او په اسلامي جهاد یې لاس پورې کړ. لږه موده تیره نه وه چې افغاني کمونستانو سرو روسانو او شوروي کمونستانو ته په افغ
د جمعیت اصلاح په اړه څو کرښې
جمعیت اصلاح په افغانستان کې د سلګونو ټولنیزو سازمانونو ترمینځ فعال، منظم، د دین، وطن او لس خدمت ته ژمن او د اسلام او هیواد سره د بې سارې مېنې په جذبه سرشاره خوځښت دی، تولې هلې ځلې یې د افغان ولس په مرسته او ملاتړ پرمخ روانې دي. یوازینی فعال جریان دی چې د هرې ژبې او قوم خلک پکې ځان کوربانه ګڼي. یوازینی جریان دی چې په هرات کې هم فعال دی، په ننګرهار کې هم، په کندهار کې هم فعال دی او په بدخشان کې هم په مزار کې هم فعال دی او په خوست کې هم او کابل خو یې د هیواد پلازمین
د الله بندګان
الله جل جلاله په قران کریم کې د خپلو بندګانو ځانګړتیاوې په لاندې ډول بیانوي. د اللهبندګان هغه کسان دي چې.. لومړی په ځمکه باندې ورو (په تواضع) ګرځي او کله چې له ناپوهانو سره مخامخ شي نو په سلامتي سره ترې ځان خلاصوي (نه له هغوی سره خبرې سپینوي او نه ورسره جګړه کوي.) دویم شپه الله جل جلاله ته په سجد
له ځانه آیینه جوړه کړه
د حساب ورکونې او حساب اخیستنې بیلابیل ډولونه دي. کله یو شخص د یوه بل شخص له لوري محاسبه کیږي او کله بیا یو شخص د یوې ډلې له خوا محاسبه شي. کله هم دولت د خلکو له خوا حساب ورکونې ته اړ وي. مونږ چې دلته د کوم ډول محاسبې په اړه خبره کوو هغه لومړی ډول محاسبه ده. اسلام د فردي او ټولنیز ژوند د پرمختګ ضمانت کړی او د انساني ژوند دې دواړو اړخونو ته یې له انساني طبیعت سره مناسبې لارې چارې وړاندې کړي دي. د انسانانو تر منځ د ښه او هوسا ژوند لپاره په مینه، وروګلوي، مهرباني او زړه سوي باندې
هوښیار ماشوم
په هر ځل خبرو کې یې د ماشوم زوی په اړه ترې پوښتنه کوم. هغه هم په ځواب کې راته د وړوکي زوی شوخۍ کتار کړي او په ګیله منه لهجه وايي چې ماشوم ډیر زورونکی وي. کله چې یې زوی ډیر تنګ کړي بیا وايي "زما خو یې د صبر کاسه ډکه کړې". زه چې ورته د ماشومانو ښه ووایم، په غوسه کې وايي "چې خپل ماشومان پیدا کړې بیا به زما د زړه له حاله خبر شې". نن یې چې کله د زړه بړاس ښه وویست، ویې ویل چې کاشکې یې زوی لږ لوی وی نو کم له کمه په خبره خو به پوهیدی. ما هم ورته دعا وکړه چې الله دې زوی ورته لوی کړي. د زوی له
طلحه او کارتون
طلحه په ژړا له موره غوښتل څو په کمپیوټر کې د "بزک چینی" کارتون ورته وښيي. د مور کمپیوټر یې په کور کې پاتې و، ځکه نو مجبور شوم چې خپل کمپیوټر کې هغه ته فلم وښیم. کمپیوټر کې له ډیرو ګرځیدو راګرځیدو وروسته یوه ویډیو په ګوتو راغله، د آیس ایج مشهور کارټوني فلم. کله مې چې طلحه ته وویل چې فلم ورته ښیم، د سترګو اوښکې یې په خپلو نازکو لاسونو پاکولې او غلی د کمپیوټر مخې ته رانږدې شو. مدینه یې هم د فلم لیدو ته راوبلله او دواړو په چوپه خوله د کمپیوټر په شیشه سترګې ګنډلې وې.
افغانان خو داسې نه وي!
ټکنده غرمه وه، د ضروري اسنادو د کاپي لپاره له خپل ایتوپیايي (حبشي) ملګري یوسف سره د پوهنتون په خوله کې د فوټوکاپي دوکان ته تللی وم. په بیرته راګرځیدو کې د سړک په غاړه د ریکشې په تمه ولاړ و چې د پوهنتون له خوا څو نجونې راووتې. زما چې ورته پام شو سلام مې ورته وکړ او په خبرو اخته شو. له لږ ځنډ مرکې وروسته نجونې په خپله لار ولاړې. یوسف له مسخرو یو څه وویل، زه پرې پوه شوم ورته مې کړل چې دا افغانانې دي ځکه یې پیژنم. د دې په اوریدو یوسف ترهیدلی غوندې شو لکه زما په خبره چې ښه نه وي پوه شوی. &
ځوان، د ټولنې زړه
د هرې ټولنې خیر او شر په ځوانانو پورې تړلی؛ ځکه همدوی د ټولنې اصلي سرمایه ده. ځوانان د ټولنې زړه جوړوي. زړه هغه ټوټه ده چې که اصلاح شوه ټول بدن ورسره اصلاح کیږي او که، الله مه کړه، په فساد ککړه شوه بیا ټول بدن فاسدوي. ټولنې چې فاسدې شي له کاره ولویږي او د وخت په تیریدو یې آن نومونه د ځمکې له سر محوه شي. همدا لامل دی چې اسلام ضده ډلو او کړیو زموږ د ټولنې په زړه پسې رااخیستې. غواړي ځوانان مو په فساد کې ښکیل کړي، څو مو نوم او هویت ورک کړي. خو د ویښ ضمیر او احساس خاوند ځوانا
د نن او پرون کیسه
ښه مې یاد دي، داسې لکه پرون. د ګرمۍ موسم و. د کمیس لاندې مې پاکستانۍ زیرپیراني اغوستې وه. د زیرپیراني لوی لوی جیبونه وه. شهادت جریده مې د کمیس لاندې لویو جیبونو کې پټه کړې وه. غوښتل مې ټاکل شوو ملګرو ته یوه یوه ګڼه ورسوم. د کارته چهار په یوه کوڅه کې روان یم. وړاندې حبیبيې لیسې ته نږدې د کمونیستانو پوسته ده. ښه پوهیږم چې که یې تلاشي کړم هماغه ځای مې قبر دی. لږ ټکنی شوم، خو د دعوت او جهاد دروند مسئولیت بې زړه توب ته پرینښودم او له هر ډول ډار پرته مخکې ولاړم. او بیا مې په هر ګام او هره شیبه کې د
عقیده
مشاور صیب: مولوي صیب، په مکسیکو کې یوه جنتري پیدا شوې چې د ۲۰۱۲ کال د دسمبر د میاشتې په یویشتمه ختمیږي؛ ځکه نو ځینې خلک وايي چې د دسمبر تر یویشتمې وروستمه به قیامت شي. مولوي صیب: د خدای لپاره، یوه جنتري خلکو پیدا کړې او باور پرې کوي خو الله جل جلاله چې دیرش سیپارې قرآن رالیږلی څوک پرې عقیده نه ساتي.
آخرت
سهار په موټر کې.. مدیر صاحب: نن مې درې خرواره د ډبرو سکاره واخیستل. مفتش صاحب: ما لا د مخه (بې ادبي معاف) خوشايي ورسره یو ځای کړي او خښتې مې ترې جوړې کړي. په یوه کوټه کې مې چرۍ هم ایښې. مامور صاحب: زما زامنو هم نوي منه د بخارۍ لرګي راوړي. یو مشر چې د مخې سیټ کې ناست و، مخ راواړوه ویې ویل: د ژمي لپاره هر کال ډیر تیاری کوو، آیا د آخرت لپاره د تیاري فکر هم کله راسره پیدا کیږي؟
اعتیاد
د موټر د مخې سیټ کې دومره ځای وه چې ایله په یوه ډډه پکې ځای شوم. د دروازې له بندیدو چې مطمئن شوم، د څنګ ځوان ته مې پام شو. زه: وروره، پام کوه چې ومې نه سوځوې. ځوان: نه، نه سوځیږې. زه: سګریټ دې درباندې ډیر ګران دی، غورځوې یې نه؟ ځوان: خیراتي سیګریټ دی،
ښه ده چې مېرمن یې ګډه نکړه
څو ورځې وړاندې د محصلینو او ځوانانو نړیوالې ټولنې له خوا یوه کنفرانس ته بلل شوی وم. په پروګرام کې ګډون راته ځکه په زړه پورې و چې د هند له بېلابېلو ایالتو هندي او بهرني محصلینو پکې برخه اخیستې وه. د پروګرام ځای د عثمانیه پوهنتون د عامه تصدي انسټیټوټ تالار ټاکل شوی و. ټاکل شوې وه پروګرام د مازدیګر په پنځه نیمې بجې پیل شي. نږدې ماښام نوموړي ځای ته ورسېدم. دا چې پروګرام پخوا پیل شوی و په بیړه په یوه کتار کې پر څوکۍ کښېناستم. تالار ته د ننوتو پر مهال مې سترګې د څوکیو تر منځ خالي ځای کې به یو
انټرنټ او دیني ويښتابه
پوره دوه کاله وړاندې، کله چې ښوونکې د تمدنونو تر منځ د پخلاینې پر موضوع د بحث په لړ کې له مونږه پوښتل چې په افغانستان کې امامان (دین پوهان) د دین په خپرولو کې له کمپیوټر او انټرنټ ګټه اخلي که نه، ټولګي په یوه مهال دوه ځوابونه اوریدل. زما ځواب “هو” و، خو تر څنګ مې ناست ملګري “نه” کړل. له ټولګي بهر مو د موضوع په اړه دومره جدل سره وکړ چې که دواړه ښه نږدې ملګري نه وای نو کیدای شي خبره اخ و ډب ته رسیدلې وی.
زیارتونه او مندرونه
حیدراباد ته د راتلو په لومړیو ورځو کې د سړک پر غاړه ځای ځای شنو جنډو ته فکر وړی وم. شنې جنډې -چې د هر یوې پر سینه سپینه سپوږمۍ رسمه وه- کټ مټ د پاکستان بیرغ ته ورته وې. د هند او پاکستان تر منځ شته لانجو ته په پام سره، زه پدې حیران وم چې د پاکستان بیرغونه د هند په کوڅو کې څه غواړي. بیا به مې ګومان کاوه چې د دې ځای مسلمانان به د دیني تړاو له مخې یاد شوي بیرغونه د سړک پر څنډو ځړوي. دا کار تر ډیره راته یوه معمی وه تر دې چې وروسته راته څرګنده شوه چې شنې جنډې د پاکستان بیرغ نه بلکې د زیارتونو نښه د
ویناوال (لنډه کیسه)
د جمعې ماسپښین دی، لمر دومره سور لږیږي چې ګذاره ورته سخته ده. خلک له مسجدونو په راګرځیدو دي. د ځینې مسجدونو د خطبې غږ اوس هم اوریدل کیږي. د جلال اباد د عیدګاه جومات په منځ کې څو ترپالونه دریدلي او څو نور یوې خوا ته کونج کې ټومبل شوي. له منځني ترپال پنځوس متره وړاندې لوړ ځای جوړ شوی چې یوې خوا ته یې سټیج ولاړ دی. د سټیج یوې خوا ته دوه کتاره چوکۍ د رسنیو لپاره ایښودل شوې دي. معلومیږي چې رسنۍ هم د پیښې د ثبت لپاره راتلونکې دي.د جومات په دیوالونو او دروازو غټې غټې لوحې رازوړندې دي چې د پی
افغاني ټولنه او د رسنیو ونډه
په افغانستان کې د امریکانانو له راتګ سره سم په هیواد کې د رسنیو بازار ښه ګرم شو. د دې تر څنګ چې د دولتي رسنیو خپرونې ډیرې شوې، ګڼ شمیر نادولتي او شخصي رسنیو په کار پیل وکړ. رسنۍ، په ټولنه یې هر ډول اغیزې ته له پام پرته، د روان نظام یوه تر ټولو ستره لاسته راوړنه یادیږي. اوس مهال په ټول افغانستان کې 75 تلویزیني چینلونه، 175 رادیويي سټیشنونه او شاوخوا 400 چاپي نشریې له دولت سره ثبت شوي او په کار بوختې دي.
پردی وطن، پردي دودونه (یونلیک)
د بل هر هېوادوال په څېر به زه هم تل دې ته هوسېدم چې د لوړو زده کړو لپاره له هېواده بهر ولاړ شم او بیا مې دا هوس پوره شو. دا دی اوس په هند کې د مساپرۍ شپې سبا کوم. ما هم د نورو ملګرو په شان د دې هېواد په اړه بېلا بېل خوبونه لیدلي و، چې ټول یې د بوډۍ د ټال په څېر رنګین و. ډیلی ته په رسېدو د سختې تودې هوا له امله له هر چا دا هر څه هېر و، څوک د افغانستان له نومه ځارېدل، څوک یې له خاورې او څوک یې له هوا او اوبو. پر مو