طلحه په ژړا له موره غوښتل څو په کمپیوټر کې د "بزک چینی" کارتون ورته وښيي. د مور کمپیوټر یې په کور کې پاتې و، ځکه نو مجبور شوم چې خپل کمپیوټر کې هغه ته فلم وښیم. کمپیوټر کې له ډیرو ګرځیدو راګرځیدو وروسته یوه ویډیو په ګوتو راغله، د آیس ایج مشهور کارټوني فلم.
کله مې چې طلحه ته وویل چې فلم ورته ښیم، د سترګو اوښکې یې په خپلو نازکو لاسونو پاکولې او غلی د کمپیوټر مخې ته رانږدې شو. مدینه یې هم د فلم لیدو ته راوبلله او دواړو په چوپه خوله د کمپیوټر په شیشه سترګې ګنډلې وې.
اوس نو د طلحه ژړا ورو ورو په خوشالۍ بدلیده. څو شیبې وروسته هغه د کرکټرونو له اوښتو راوښتو سره په زوره خندل.
د آیس ایج فلم په سر کې د یوه ښکاري ماشوم زوی له مور سره ورکیږي او بیا یې مور د مرګ په حال کې ماشوم یوه پیل ته سپاري. او پدې توګه د ماشوم ساتنه او پالنه بیا د فلم تر پایه څو څارویو ته په غاړه کیږي.
طلحه چې کله ماشوم د کمپیوټر په شیشه ولید نو یې چیغه کړه "هغه دی زه". لدې سره جوخت یې شاته مخ واړوه او مور ته یې وویل "مورجانې، ته چیرته یې؟". مور یې په خندا کې ورته وویل "زه البته مکتب ته تللې یم". زه او مدینه د فلم په کتو شوو او د طلحه مور بیرته په خبرو بوخته شوه. طلحه ته مې چې پام شو له سترګو یې مړې اوښکې راروانې وې. مور یې چې ولید طلحه یې په غیږ کې راونیو او ورته یې وویل "زه دلته له تا سره یم". بیا ټولو په ګډه طلحه وپوهوه چې په فلم کې هلک دی ندی.
مقالې