په هر ځل خبرو کې یې د ماشوم زوی په اړه ترې پوښتنه کوم. هغه هم په ځواب کې راته د وړوکي زوی شوخۍ کتار کړي او په ګیله منه لهجه وايي چې ماشوم ډیر زورونکی وي. کله چې یې زوی ډیر تنګ کړي بیا وايي "زما خو یې د صبر کاسه ډکه کړې". زه چې ورته د ماشومانو ښه ووایم، په غوسه کې وايي "چې خپل ماشومان پیدا کړې بیا به زما د زړه له حاله خبر شې".
نن یې چې کله د زړه بړاس ښه وویست، ویې ویل چې کاشکې یې زوی لږ لوی وی نو کم له کمه په خبره خو به پوهیدی. ما هم ورته دعا وکړه چې الله دې زوی ورته لوی کړي. د زوی له شوخیو او زورونو پرته یې نن له یوې بلې خبر کړم.
ویل یې زوی یې ډیر هوښیار دی، تر اوسه یې د "انا اعطینا" سورت زده کړی دی. بیا پداسې حال کې چې له یوې اوږدې خندا یې ځای راسمبالوه زیاته یې کړه "د انا اعطینا سورت یې په یوه میاشت کې زده کړ خو د دبنګ هندي فلم سندره یې په یوه اونۍ کې ټوله یاده کړه".
05.01.2013
- محمد مدثر اسلامي
طلحه په ژړا له موره غوښتل څو په کمپیوټر کې د "بزک چینی" کارتون ورته وښيي. د مور کمپیوټر یې په کور کې پاتې و، ځکه نو مجبور شوم چې خپل کمپیوټر کې هغه ته فلم وښیم. کمپیوټر کې له ډیرو ګرځیدو راګرځیدو وروسته یوه ویډیو په ګوتو راغله، د آیس ایج مشهور کارټوني فلم. کله مې چې طلحه ته وویل چې فلم ورته ښیم، د سترګو اوښکې یې په خپلو نازکو لاسونو پاکولې او غلی د کمپیوټر مخې ته رانږدې شو. مدینه یې هم د فلم لیدو ته راوبلله او دواړو په چوپه خوله د کمپیوټر په شیشه سترګې ګنډلې وې....
11.01.2013
- محمد مدثر اسلامي
د حساب ورکونې او حساب اخیستنې بیلابیل ډولونه دي. کله یو شخص د یوه بل شخص له لوري محاسبه کیږي او کله بیا یو شخص د یوې ډلې له خوا محاسبه شي. کله هم دولت د خلکو له خوا حساب ورکونې ته اړ وي.
مونږ چې دلته د کوم ډول محاسبې په اړه خبره کوو هغه لومړی ډول محاسبه ده.
اسلام د فردي او ټولنیز ژوند د پرمختګ ضمانت کړی او د انساني ژوند دې دواړو اړخونو ته یې له انساني طبیعت سره مناسبې لارې چارې وړاندې کړي دي. د انسانانو تر منځ د ښه او هوسا ژوند لپاره په مینه، وروګلوي، مهرباني او زړه سوي باندې...