د حساب ورکونې او حساب اخیستنې بیلابیل ډولونه دي. کله یو شخص د یوه بل شخص له لوري محاسبه کیږي او کله بیا یو شخص د یوې ډلې له خوا محاسبه شي. کله هم دولت د خلکو له خوا حساب ورکونې ته اړ وي.
مونږ چې دلته د کوم ډول محاسبې په اړه خبره کوو هغه لومړی ډول محاسبه ده.
اسلام د فردي او ټولنیز ژوند د پرمختګ ضمانت کړی او د انساني ژوند دې دواړو اړخونو ته یې له انساني طبیعت سره مناسبې لارې چارې وړاندې کړي دي. د انسانانو تر منځ د ښه او هوسا ژوند لپاره په مینه، وروګلوي، مهرباني او زړه سوي باندې ټینګار کوي. او په انساني ژوند کې د غلطیو د کچې د ټیټولو لپاره یې محاسبه غوره وسیله بللې.
اسلام، د ژوند د کره او پوره نظام په توګه، د ژوند په هره برخه کې یواځې وسایل نه راپیژني. بلکې له وسایلو د ګټې اخیستنې لارې هم راښيي. د محاسبې لپاره هم ځانګړي اداب دي.
د اسلام ستر امام محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د فردي محاسبې اداب په یوه لنډه وینا کې بیانوي او وايي، "مؤمن د مؤمن لپاره آیینه ده".
د آیینې درې ځانګړنې دي. لومړۍ، آیینه مخکې له هر څه باید پاکه او صفا وي. دویمه، آیینه واقعي تصویر له کمي او زیاتي پرته ښيي. دریمه، آیینه عیبونه یواځې هغه چا ته ښيي چې مخې ته یې ولاړ وي.
د محاسبې پر وخت مو تر هر څه وړاندې د محاسبې موخې ته پام وي. کله مو ان په زړه کې هم راونه ګرځي چې د یوه بل مؤمن ورور د سپکاوي لپاره یې محاسبه کړئ؛ ځکه د عیبونو پټول الله جل جلاله ته خوښ چار دی. محاسبه د اصلاح په نیت وکړئ.
د محاسبې پر مهال د آیینې لومړۍ ځانګړنه په ځان کې داسې پیدا کړئ چې د بل ورور له محاسبه کولو مخکې ځان له هغو کمیانو خلاص کړئ چې بل ورور یې په اړه محاسبه کوئ. که په ځان کې مو کمیانې شته وي او تاسې یې په اړه بل محاسبه کوئ بیا مو آیینه پاکه نده. او آیینه چې سپیره وي تصویر پکې سم نه ښکاري.
دویمه ځانګړنه هغه وخت پوره کیږي چې د محاسبې په وخت کې د بل مسلمان ورور عیب له هر ډول کمي او زیاتي پرته ورپه ګوته کړو. که مونږ داسې څه وایو چې په بل ورور کې نه وي نو دا مو په نوموړي پورې تهمت وتاړه. او که مو د عیبونو په نښه کولو کې کمی راوست دا هم سمه محاسبه نه شوه.
دریمه ځانګړنه هغه وخت خپلولی شو چې په یوه مسلمان ورور کې د عیب په لیدو، پرته لدې چې نور خبر کړو، په یوه مناسب ځای او وخت کې د نوموړي ورور ورته پام کړو. د اسلام زړور سپاهي عمر رضی الله عنه به ویل، الله دې پر هغه چا ورحمیږي چې ماته خپل عیبونه ډالۍ کوي. یوه مسلمان ته د عیبونو ورښودل، ډالۍ ځکه ده چې په پایله کې یې په انسان کې اصلاح راځي او پرمختګ ورپه برخه کیږي.
که دا ټولې ځانګړنې مو په ځان کې پیدا کړې بیا به مو هر مسلمان په ورین تندي محاسبې ته حاضریږي او په پای کې به د خیر دعا درته کوي. د دې ځانګړنو په خپلولو سره ټولنیز نظم ته هم لاره هواریږي. که مؤمنان په واقعي ډول یو بل ته آیینه شي نو تر ډېره به په ټولنو کې پولیسو، بندیخانو او محاکمو ته اړتیا نه پیښیږي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم او اصحابو په پیر کې نه زندانونه و او نه ښار پولیس درلوده. او دا ځکه چې هلته هر مسلمان د بل لپاره آیینه و.