پوره دوه کاله وړاندې، کله چې ښوونکې د تمدنونو تر منځ د پخلاینې پر موضوع د بحث په لړ کې له مونږه پوښتل چې په افغانستان کې امامان (دین پوهان) د دین په خپرولو کې له کمپیوټر او انټرنټ ګټه اخلي که نه، ټولګي په یوه مهال دوه ځوابونه اوریدل.
زما ځواب “هو” و، خو تر څنګ مې ناست ملګري “نه” کړل. له ټولګي بهر مو د موضوع په اړه دومره جدل سره وکړ چې که دواړه ښه نږدې ملګري نه وای نو کیدای شي خبره اخ و ډب ته رسیدلې وی.
د ملګري مې ځواب تر ډیره پدې سم ؤ چې په ټولیزه کچه افغانان خوارکي لومړی خو کمپیوټر نه لري، بله دا چې انټرنټ ته لاس رسی ډیر کم دی او که دا دواړه شته وي هم ډیری خلک یې په کارونه نه پوهیږي، د دې تر څنګ زه هم غلط نه وم؛ ځکه مسلمان ځوانان او ان مشران په اسلامي دعوت کې د عصري ټکنالوجي د کارولو په ارزښت پوهیدلي او عملي مثالونه یې هم کم ندي.
له ډیرې مودې راهیسې دود همدا ؤ چې که چا غوښتل دیني التزام یې ښه وي نو له عصري علومو او ټکنالوجي دې ناخبره وي، او که د کوم چا له عصري علومو سره سر اوکار وي هغه ته بیا دیني موضوعات ډیر په زړه پورې نه پریوتل.
دا چې ځینې وګړو او ډلو د کینې او یا هم ناپوهي له مخې دین د وروسته والي او ارتجاعیت نښه بلله، له دینه لرې والی او له دین پالو نه کرکه د ورځې رسم ګرځیدلی و، همدا وه چې یوه “عصري” انسان ته د دین نامه یادول شرم و. د اسلام او عصري علومو او ټکنالوجي تر منځ دا درځ له ځنډه شته و چې دلایل یې بیلابیل کیدای شي، د استعماري او دین دښمنه ډلو هڅې او د مسلمانو ځوانانو له دینه ناخبري یې ځینې علتونه دي.
اوس الحمدلله د اسلامي حرکت او نورو خورو ورو اسلامي ډلو او اشخاصو د هڅو په پایله کې ډیر ځوانان له دینه خبریږي او دین په سمه معنی پیژني، د اسلام جامع فهم سړي ته دا درس ورکوي چې د اسلامي دعوت د خپراوي لپاره له عصري ټګنالوجی ګټه کې هیڅ حرج نشته، بلکې که دا کار د پیغام د لا ډیر خپراوي لپاره وشي ثواب شمیرل کیږي. د نړیوالتوب او ټکنالوجيک پرمختګ (په ځانګړي ډول انټرنټ) یوه ګټه دا ده چې هره ورځ پنډونه معلومات د بې شمیره خلکو لاس ته پریوځي. دا بیا تر هر چا پورې ده چې له کومو معلوماتو څه ډول کار اخلي.
مجازي (انلاین) ټولنې او پر ټولنه او ټولنیز ژوند یې اغیزې، نن سبا د ټولنپوهنې له مهمو بحثونو څخه ګڼل کیږي. بلکې نړۍ په دې ویره کې ده چې ګواکې انلاین اړیکې پر مخامخ اړیکو ناسمه اغیزه کوي (کموي یې). مخ پر زیاتیدو انلاین تماسونه د دې سبب شوي څو خلک ورځ تر بلې په انلاین ټولنو او شبکو کې وخت ولګوي او له دې لارې خپل پیغام ډیرو لوستونکو، اوریدونکو او لیدونکو ته ورسوي. اشخاص، ټولنې، سوداګریزې ادارې، تعلیمي ارګانونه، او ان دولتونه له خلکو سره د اغیزمنې او اسانه معاملې په موخه له کمپیوټر او انټرنټ نه کار اخلي. د یادو شوو سازمانونو تر څنګ د ټولنې یو بل مهم سکټور -چې ډیری وخت له ټکنالوجي جلا او یا هم ورسره په تضاد کې انګیرل کیږي- په اوس پیر کې له ټکنالوجي خورا ګټوره استفاده کوي. هوکې! د دینې ادارو خبره کوم. د معلوماتو په خپرولو کې د انټرنټ ارزښت ته په پام سره مسلمانو ځوانانو هم د دعوت په وسایلو کې انټرنټ د یوې مهمې وسیلې په توګه شامل کړی. که نور یې د فاسدو افکارو د خپراوي او تعمیم لپاره پدې موخه کاروي چې نور له لارې وباسي، او یا یې څوک د خپلو مادي اهدافو د لاس ته راوړلو او یوې ټنګې ګټلو لپاره کاروي، نو مسلمان ځوان یې ولې د خپل رب او خالق د خوښۍ او د الهي پیغام د خپرولو لپاره ونه کاروي.
له فیس بوک نیولې تر ټویټر او نورو ټولو کې اسلامي کړۍ یا هم اشخاص د نړیوالې سولې، ورولۍ، او همغږۍ پیغام (اسلام) د خپراوي هڅې کوي او د اسلام او مسلمانانو په اړه له خلکو سره شته غلط ذهنیتونه سموي. بیلابیلو مقالو، وبلاګونو او ټولنیزو شبکو کې راځي چې یو نامسلمان د کوم مسلمان ځوان له خوا قانع شوی وي، یا هم یوه مور لیکي چې د اولادونو د سالمې تربیې لپاره انټرنټ ورسره مرسته کوي، او یا هم جمعیت اصلاح د اسلامي فکر د خپرولو لپاره انټرنټ کاروي او داسې نور ډیر مثالونه.
زموږ او تاسې په اسلامي ټولنه کې هم دا دی انټرنټ ورځ په ورځ عامیږي، په پلازمینه او لویو ښارونو کې نږدې هر دویم یا دریم کور انټرنټ لري هغه که د کیبل له لارې وي او یا هم د موبایل او یا نورو لارو او که سرعت څومره کم هم وي. نادولتي او دولتي ادارې له انټرنټ سره وصل شوي. په کابل کې میشت نږدې ټول ملګرې مې اوس مهال فیس بوک کاروي. له ملګرو سره تماس او خبریدل په ځای ښه خبره ده. تر دې لویه او خوشالۍ خبره دا ده چې انټرنټ له خبرونو، وخت تیرونې، ګیمونو، فلمونو، او نورو کارونو تر څنګ اوس د دین د خپراوي لپاره هم کاریږي. د فیس بوک له خوا د اصلاح انلاین لومړي ګروپ له بندیدو وروسته د وروڼو په نوښت نوی ګروپ جوړ شو او له ملګرو وغوښتل شو چې نور ورته راوبلي. ښه مې یاد دي چې درې ورځې لا نه وې پوره چې د ګروپ د غړو شمیر له زرو واوښت.
د ګروپ په جوړیدو له بل لوري د اجتماعیت مفهوم هم تر څه حده په ځای شوی دی، د ګروپ غړي د خپلو خپرونو او تبصرو له لاري په مستقیم او یا نامستقیم ډول یو بل څاري او کنټرول کوي. هلته مولوي صاحب محمد امان رسولي د الله جل جلاله د یاد خبره په وار وار سړي ته وریادوي. قاضي صاحب محمد حسن اسلامي د نفس د راکابو کولو لارې چارې راښيي. عبد الفتاح جواد صیب د اسلامي نړۍ حالت ته ځانګړې پاڼې او لیکنې له ملګرو سره شریکوي. سعد عمار ورور بیا ټولنیزو او کلتوري خلاو ته د ځوانانو پام کوي. محمد یونس برهان صاحب که څه هم کله کله راښکاره شي خو ډیری وخت سیاسي نیمګړتیاو ته ګوته نیسي. ډاکټر صاحب هدایت الله حمیدي مو د اونۍ په حدیث او اوس د اونۍ په قرآني آیت او همدارنګه د اصلاح پیغام نازوي. ډاکټر صیب عثمان افضلي د جمعیت په اړه له وروڼو سره فکر رامنځ ته کوي. نور ډیر ملګري هم شته چې په فیس بوک یا نورو شبکو کې یې شتون یو لوی درس دی.
دا یې یوازې یوه نمونه وه. داسې نور په سلګونه مثالونه شته.
لنډه دا چې د الهي رحمت د خپرولو او دعوت د وجیبې پرځای کولو لپاره انټرنټ یوه غوره وسیله کیدای شي، دا هغه مهال ممکنه ده چې ملګري ترې سمه او په ځای ګټه واخلي او که نه انټرنټ د وخت له ضایع کولو پرته نور هیڅ هم سړی ته نه ورکوي.