حیدراباد ته د راتلو په لومړیو ورځو کې د سړک پر غاړه ځای ځای شنو جنډو ته فکر وړی وم. شنې جنډې -چې د هر یوې پر سینه سپینه سپوږمۍ رسمه وه- کټ مټ د پاکستان بیرغ ته ورته وې. د هند او پاکستان تر منځ شته لانجو ته په پام سره، زه پدې حیران وم چې د پاکستان بیرغونه د هند په کوڅو کې څه غواړي. بیا به مې ګومان کاوه چې د دې ځای مسلمانان به د دیني تړاو له مخې یاد شوي بیرغونه د سړک پر څنډو ځړوي. دا کار تر ډیره راته یوه معمی وه تر دې چې وروسته راته څرګنده شوه چې شنې جنډې د پاکستان بیرغ نه بلکې د زیارتونو نښه ده.
د هر بل ځای په څیر دا فتنه دلته هم ښه پریمانه ده. په ښار کې به له مساجدو د زیارتونو (درګاه) شمیره ډیره وي. د زیارتونو شتون او ډیروالی او په اړه یې د خلکو تر مينځ عام عقاید پر ځای د شرم خبره ده، خو دلته د شنو جنډو لاندې نورې ډیرې کانې کیږي.
که کوم څوک له مخکې د زیارتونو له رنګ او بڼې سره بلد نه وي او که چا د مندر ننداره پخوا نه وي کړې او یا هم دا چې له مندره هغه د عجیبو او غریبو څیرو بتان لیرې کړې نو د زیارت او مندر تر منځ بیلتون به ډیر ګران کار وي. په مندر کې د بتانو او زیارت کې د قبر او یا جنډې له شتون پرته هر هغه کار چې په مندر کې کیږي په زیارت کې هم هماغه کیږي.
په مندر کې د بیلابیلو خدایانو (نر او ښځې) په نامه خیراتونه کیږي، په زیارت کې د بابا یا پیر په نام دیګونه باریږي. د زیارت پر دیوالونو باباګان د زمري یا اس په بڼه رسم شوي وي، په مندر کې خدایان د شادي، پیل، مار او نورو په بڼه جوړ دي. په مندر کې سهار او ماښام د خدایانو تر مخ ناریال ماتیږي، په زیارت کې ناریال پر قبرونو ایښودل کیږي. که د مندر د خدایانو په غاړه رنګارنګ ګلان رازړیږي، د زیارت قبرونه په تازه او وچو ګلانو پوښل شوي وي. تر ټولو بده یې دا چې په مندر کې د خدایانو طواف کیږي او په زیارت کې د قبرونو. زیارت ته هندو هم د حاجت پوره کیدو په تمه ورځي او مسلمان هم. په مندر کې پنډټ خلکو ته دعا کوي او نذر پرې ویشي، په زیارت کې دا کار منجور (متولي) کوي. په زیارت کې یو ببر سرى سړی ستره جارو په لاس ولاړ وي او تر دعا وروسته د هر چا په سینه یو کلک ډب ورکړي بیا سړی ترې تیر شي. په هغه تنګه کوټه کې چې ښځې او نر څومره سره نښتي ولاړ یا ناست وي هم یوه خبره ده.
دا په داسې حال کې ده چې اسلام د دې ټولو یادو شوو کارونو، نه یوازې اجازه نه کوي بلکې په کلکه ترې منع شوې. رسول الله صلی الله علیه وسلم د قبرونو د زیارت اجازه یوازې د دې لپاره کړې څو زیارت کوونکي ته قیامت یاد شي. رسول الله صلی الله علیه وسلم همدارنګه اصحابو ته په خطاب کې وايي: {لا تَجْعَلُوا بُيُوتَكُمْ قُبُورًا , وَلا تَجْعَلُوا قَبْرِي عِيدًا} حديث
که د رسول الله صلی الله علیه وسلم له قبره د عبادت ځای نه شي جوړیدای نو دا خلک د کوم منطق له مخې د نورو پیرانو طوافونه کوي؟
پاتې شوه د دعا خبره، الله جل جلاله په ښکاره ویلي چې الله جل جلاله انسان ته د غاړې تر رګه نږدې دی. مطلب هر ځای او هر وخت چې بنده ترې وغواړي اوري یې او ځوابوي یې.
{وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ وَنَعْلَمُ مَا تُوَسْوِسُ بِهِ نَفْسُهُ وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِيدِ} سورة ق 16 آيت
پدې توګه د قبرونو زیارت په ځای ښه کار دی؛ ځکه په انسان ته مرګ او قبر ورپه یادیږي ، خو د زیارتونو په اړه شته باورونه ټول خرافات دي او په اسلام کې ورته هیڅ ځای نشته.