د جمعې ماسپښین دی، لمر دومره سور لږیږي چې ګذاره ورته سخته ده. خلک له مسجدونو په راګرځیدو دي. د ځینې مسجدونو د خطبې غږ اوس هم اوریدل کیږي. د جلال اباد د عیدګاه جومات په منځ کې څو ترپالونه دریدلي او څو نور یوې خوا ته کونج کې ټومبل شوي. له منځني ترپال پنځوس متره وړاندې لوړ ځای جوړ شوی چې یوې خوا ته یې سټیج ولاړ دی.
د سټیج یوې خوا ته دوه کتاره چوکۍ د رسنیو لپاره ایښودل شوې دي. معلومیږي چې رسنۍ هم د پیښې د ثبت لپاره راتلونکې دي.د جومات په دیوالونو او دروازو غټې غټې لوحې رازوړندې دي چې د پیښې ارزښت یې لا زیات کړی. څو تنه هاخوا دیخوا په پیره ولاړ دي او د وسایلو داسې ساتنه کوي لکه څوک چې خپل کور ساتي.
زه او ملګری مې د جومات د منځ تر ترپال لاندې ناست یو. په همدې کې جومات ته د محجبو ښځو لومړۍ ډلې راورسیدې او د جومات په یوې خوا کې د ولاړو پردو شا ته پناه شوې. سړي لا تر اوسه ندي راغلي. له ښځو سره ماشومان هم دي. کورونه یې کیدای شي خالي پریښي وي.
څو شیبې وروسته د سړیو لښکرې د جومات په لور راماتې شوې. اوس تر ترپال لاندې په چمن کې منظم صفونه جوړیږي. د څیرو لیوالتیا ښيي چې د کوم ارزښتناک کار لپاره انتظار باسي. د استقبال او نظم ګروپونه په ډېر منظم ډول د خلکو په استقبال او د پیښې په تنظیم کې بوخت دي.
خلک د دې پر ځای چې تر ترپال لاندې کیني سټیج ته نږدې تر سره لمر لاندې یې کتارونه جوړول څو ویناوال له نږدې په غور وګوري.
د خلکو سترګې هره شیبه د جومات د دروازې په لور اوړي او د ویناوال رارسیدو ته شیبې شماري. د جومات په مخکې د هر ښکلي موټر په دریدو مې زړه وايي چې ویناوال به په دې موټر کې وي. پدې کې د سټیج له سره غږ راووت او د غونډې د پیل کیدو اعلان وشو. د خلکو غاړې یو ځل بیا اوږدی شوې او هر یو د ویناوال په لټه کې د سټیج پر شاوخوا سترګې راوګرځولې.
ویناوال د ښکلي موټر په ځای په پښو او له هر ډول تشریفاتو پرته صحنې ته راننوت. نه باډي ګارډان لري او نه یې سکرتران ورپسې منډې وهي. ساده او سپین کالي یې دي او سپینه پګړی یې په سر تړلې. د ګیرې تکو سپینو او تورو ویښتو یې د مخ ښکلا لا زیاته کړې ده. څیره یې پړکیږي او پر مخ یې خوږه خندا خپره ده. په یو ځل کتو کې د سړي مینه پرې راځي.
په ښکلي مخ کې یې رعب او جلال هم دی چې سړی د ویناوال په لويۍ او درنښت قانع کوي. په ویناوال کې د مال، دولت او چوکۍ د لويي پر ځای د دیندارۍ لويي ده.
ویناوال د چوکۍ پر ځای له نورو خلکو سره پر ځمکه کیناست او په تمه و څو یې ویاند سټیج ته وروغواړي. پدې کې څو تنو په بیړه ځانونه د ویناوال شاوخوا ته ورسول. ویناوال هغوی ته په ډېره مینه د کیناستو بلنه ورکوي. نه له کوم چا ویره شته او نه له چا پټیدل. نه د چاودنې ترس شته او نه د وژل کیدو هراس.
د پارلمان د وکیل وینا ته کیدای شي سلګونه کسان راټول شي. هغه هم باید په بیلابیلو وعدو راتګ ته رضا شي. د دولتي چارواکي استقبال ته خو کیدای شي یواځې لسګونه خلک پیدا کړو. خو نن په لس ګونه نه، په سلګونه هم نه، په زرګونه خلک راټول دي څو د ویناوال خبرې واوري.
ویناوال په ځان باوري دی. په څیره کې یې د وارخطایي او اضطراب په ځای ارامتیا ښکاري. له ډېرې عاجزۍ نه یې سر ښکته اچولی.
ویاند، د ویناوال نوم واخیست او د خبرو لپاره یې سټیج ته وغوښت. د سټیج په سر د ویناوال په لیدو په حاضرینو کې چوپتیا خپره شوه. سترګې په سټیج ګنډل شوې وې او غوږونه د ویناوال د غږ اوریدو ته هک و. د ویناوال غږ اوچت شو او له حمد او ثنا وروسته یې د الهي کتاب پیغامونه خلکو ته بیان کړل.