په افغانستان کې د امریکانانو له راتګ سره سم په هیواد کې د رسنیو بازار ښه ګرم شو. د دې تر څنګ چې د دولتي رسنیو خپرونې ډیرې شوې، ګڼ شمیر نادولتي او شخصي رسنیو په کار پیل وکړ.

رسنۍ، په ټولنه یې هر ډول اغیزې ته له پام پرته، د روان نظام یوه تر ټولو ستره لاسته راوړنه یادیږي.

اوس مهال په ټول افغانستان کې 75 تلویزیني چینلونه، 175 رادیويي سټیشنونه او شاوخوا 400 چاپي نشریې له دولت سره ثبت شوي او په کار بوختې دي.افغانستان او رسنۍ

رسنۍ سره لدې چې د عامه خپراوي تر ټولو اغیزمنه وسیله ده او د ټولنیز بدلون په راوستلو کې لوی لاس لري، په افغاني ټولنه یې مثبتې اغیزې ډیرې کمې دي.

یواځینۍ مثبته اغیزه یې دا کیدی شي چې خلک د بیلا بیلو مسایلو، اشخاصو او ادارو په اړه هر ډول (موافق یا مخالف) نظر په ښکاره کولو کې تر پخوا ډېره ازادي احساسوي. د “بې پولې ژورنالیستانو” په وینا په افغانستان کې رسنۍ د دنیا له بل هر ځایه ډېرې ازادې دي.

په ټولنه د رسنیو منفي اغیزې له هیڅ یوه پټې ندي. په اعتقادي، فکري، اخلاقي، اقتصادي او ان امنیتي برخو کې رسنۍ خلکو ته د سرخوږي لامل شوي.

د رسنیو یوه دنده دا ده چې د ټولنې اصیل (زمونږ په ټولنه کې اسلامي او افغاني) فرهنګ او ارزښتونه په ټولنه کې خپاره کړي. افغاني رسنۍ د دې پر ځای چې افغانی اخلاق عام کړي، بې بندوباري، فحشا، کورنۍ شخړو، قوم پالنې، سمت پالنې، او ژبني تعصب ته لمن وهلې او لا یې وهي.

د فکر او عقیدې په ډګر کې رسنۍ سره لدې، چې خرافاتي افکار او شرکي عقاید خپراوي، د کار لویه برخه یې د اسلامي سالمو افکارو د خپریدو مخنیوی دی. د هندي، ایراني او ترکي سریالونو خپریدل د ناسمو عقایدو له ترویج پرته بل هیڅ درد نه دوا کوي. په دې میدان کې یو بل لوی کار چې رسنۍ یې ترسره کوي غربي افکارو لور ته د ځوانانو تمایل زیاتول او د اصلاحي افکارو کم ارزښته ښودل دي.

د اقتصاد په ډګر کې زمونږ په نامه اسلامي او افغاني رسنۍ د اسلام په عدل او برابرۍ ولاړ اقتصادي نظام د عامولو پر ځای د پانګوالي نظام نغاري غږوي.

په افغانستان کې رسنۍ د امنیت په خرابولو کې هم لوی لاس لري، چې مثالونه یې کم نه دي.

مسؤل څوک دی؟

په افغاني رسنیو کې د شته ستونزو پړه پر هغو مسلمانو اشخاصو او کړیو هم اچول کیږي چې له وس سره سره یې پدې برخه کې ډېر کم او یا هیڅ کار ندی کړی.

په افغانستان کې د رسنیز کار لپاره مجال ډېر پراخه دی. هر څوک کولی شي له هر ډول خنډ پرته یوه رسنۍ پرانیزې. سره لدې چې رسنۍ د بدلون موثره وسیله ده، په ټولنه کې د اسلامي تغییر راوستو لپاره ترې ډېره ګټه نده اخیستل شوې. کاشکې چې د ټولنې هر یو دیني مشر یوه دیني رسنۍ درلودی.

په ټولنه کې د بدیل په توګه د اسلامي رسنیو د نشتوالي یا کموالي له کبله ډیری خلک شته رسنۍ -سره لدې چې له ستونزو خالي ندي- د معلوماتو لاس ته راوړو د منبع په توګه کاروي.

چاره څه ده؟

د شته مشکلاتو د حل او په ټولنه کې د یوه مثبت اسلامي بدلون د رامنځ ته کولو لپاره د بااحساسه مسلمانانو له لوري یوه لوی او عظیم رسنیز خوځښت او جهاد ته اړتیا ده. د بیلابیلو وړو او لویو دیني رسنیو تر منځ تنسیق راوستل غواړي. او بالاخره د هیواد په کچه له رسنیز جاهلیت سره مبارزه زمونږ او ستاسې ټولو ایماني دنده ده.