د جمعې مباركه ورځ وه، خلك ډلې ډلې له مسجدونو راوتل. زه د جمعې د لمانځه له ادا كولو وروسته د كوم كار لپاره دفتر ته روان وم. د سړك پر غاړه تر لږ انتظار وروسته يوه موټر ته وختم. د نورو موټرو په څېر په ده كې هم راديو ښه په درز كې غږېده. د وياند د غږ په اورېدو راته معلومه شوه چې د افغانستان ملي راډيو ده. لږ ځنډ وروسته يوه خپرونه پيل شوه چې د معاصرو رسنيزو اصولو(!) سره سم د يوه سړي او يوې ښځې له خوا په مخ بيول كېده. كه كومه بله راډيو وى كيداى شي هلك او نجلۍ مې ويلي وى، خو د افغانستان د ملي راډيو تلويزيون كاركوونكو اوس د هلكتوب او نجليتوب مرحله تېره كړې ده. د خپرونې چلوونكو په سر كې ځانونه معرفي كړل ا بيا يې خپرونه پيل كړه.
سړى (وياند): د خپرونې مينه والو! دا دى له وعدې سره سم تر يوې اونۍ وروسته يو ځل بيا د (خبرې او سندرې) خپرونې د وړاندې كولو لپاره ستاسې په خدمت كې حاضر يو.
ښځه (ويانده): بلی شنوندګان عزيز، اينك با تقديم نمودن برنامه ديګرى (پيام ها و آهنګ ها) در خدمت شما قرار داريم.
خپرونه په ژوندۍ بڼه خپرېده، تر هغې چې كوم اوريدونكى په ليكه كېده يوه وياند خپرونې ته داسې ادامه وركړه.
د اسلام ستر پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي:
د قيامت په ورځ، مخكې له دې چې انسان له ځايه ګام پورته كړي د څلورو شيانو په اړه ترې پوښتنه كيږي. لومړى دا چې خپل عمر يې په څه كې تېر كړى، دويم دا چې ځواني يې په څه كې لګولې، دريم دا چې مال يې له كومه ځايه ګټلى او چېرته يې مصرف كړى او وروستۍ پوښته به دا وي چې په دنيا كې يې كوم علم تر لاسه كړى و، هغه يې څه ډول كارولى دى.
د حديث تر لوستلو وروسته وياند زياته كړه: ګرانې همكارې! كه چا د دې څلورو پوښتنو سم ځوابونه وركړل يعنې له عمر، ځوانۍ، مال او علم څخه يې سمه ګټه اخيستې وه نو بريالى به وي كه نه نو بيا به يې پايله ښه نه وي.
په موټر كې مې يوې خوا او بلې خوا ناستو كسانو ته وكتل چې د چا پام نه و نو تر شونډو لاندې موسكى شوم. سوچ مې كاوه چې د دې سندرو په خپرونه كې د حديث د لوستلو څه حكمت دى. په زړه كې مې ويل چې دې وياند به په خپرونه كې د حديث تر لوستلو وړاندې يو ځل هم پدې اړه فكر نه وي كړى چې د ده وخت په څه كې تېريږي او یا دا د سندرو د خپرولو كار ورته كوم سپېڅلى مسئوليت ښكاري.
له دين سره زموږ د تعامل دا يوه بېلګه ده، موږ نبوي ملغلرې د سندرو د خپرونې د وخت د ډكولو لپاره كاروو پداسې حال كې چې قرآن او سنت د نړۍ پر مخ د انسانانو د ژوند د ټولو چارو د سمبالولو او ادارې لپاره دي.
د دې اصلي لامل دا دى چې موږ اسلام په سمه او پوره توګه نه دى پېژندلى. عموماً اسلام د عبادتونو يوه وړوكې ټولګه ګڼل كيږي چې په لمونځ، روژه، زكات او حج كې يې لمن راټوليږي، خو دا له دين څخه ناسم تصور دى.
حقيقت دا دى چې اسلام د ژوند لاره ده. اسلام په ټولنيز، سياسي، اقتصادي، كلتوري او نورو ټولو ډګرونو كې د انسان بريا، ښېګڼې او پرمختګ ته ژمن دى. كه ژوند مو د الهي او نبوي لارښوونو په ګاڼه پسوللى و نو هله به مو د عمر، ځوانۍ، مال او علم دا ستر نعمتونه په ځاى كارولي وي او د الله جل جلاله په وړاندې به په هغه سخته او لويه ازموينه كې بريالي وو او كه نه نو الله مه كړه مخ به مو په دنيا او آخرت تور وي.