محمد اسلامي
محمد مدثر اسلامي د محمد مزمل اسلامي زوی، د ملا عبدالقدیر لمسی او د لغمان ولایت د قرغه یي ولسوالۍ د لړه موړې د کلي اوسیدونکی دی.
د ۱۳۶۶ کال د تلې د میاشتې په یوولسمه یې د پاکستان په پېښور کې نړۍ ته سترګې پرانیستې دي. لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې د هجرت په چاپېریال کې په النور لېسه کې ترسره کړي.
یوولسم ټولګي څخه تر فارغېدو وروسته له کورنۍ سره هېواد ته راستون شو او دولسم ټولګی یې په محمد علم فیض زاد لیسه کې ولوست.
د ۱۳۸۴ کال د کانکور په ازموینه کې د کابل پوهنتون د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځۍ ته بریالی شو. په پوهنځي کې يې د درسونو تر څنګ ادبي فعالیتونه هم لرل. د روزنهء امید دیوالي جریدې لیکوال پلاوي غړیتوب او د محصلینو د اسانتیا په موخه له دري څخه پښتو ته د افغانستان معاصر تاریخ ژباړه یې د پوهنتون پر مهال د ادبي فعالیتونو غټې بېلګې دي.
د تربیتي مدیریت په څانګه کې لیسانس او د ټولنپوهنې به برخه کې ماسټري لري.
محمد مدثر اسلامي د هغې ځانګړې مینې له مخې چې له لیکوالۍ سره یې لرله او همدارنګه د ښاغلی استاد محمد مزمل اسلامي او نورو مشرانو او ملګرو د هڅو او هاند په پایله کې لومړی په ژباړه او وروسته په لیکنه لاس پورې کړ.
دی په لسګونو لیکنې لري چې په بېلابېلو چاپی رسنیو کې خپرې شوي. له النور دیوالی جریدې، اصلاح جریدې، ملی اصلاح اونیزې، فقه القرآن تخصصې مجلې او صدای بامداد ورځپاڼې سره همکار پاتې شوی دی. د اسلامی نړۍ نامتو پوه او مفکر ابوالحسن علی ندوي صاحب یو کتاب یې (د اسمان له لوړو) په نامه پښتو ته ژباړلی، خو لا تر اوسه چاپ شوی نه دی.
دی په پښتو، دري او انګلیسي ژبو روانې خبرې کوي او له اردو او عربي سره هم ډیره اشنایي لري او له یادوو شوو ټولو ژبو څخه پښتو ته ژباړه کولای شي.
محمد مدثر اسلامي په سر کې په کابل کې د اصلاح انلاین د همکار، وروسته د وېبپاڼې د علمی او تحقیقي برخې د مسؤول او بیا د وېبپاڼې د دعوت او فکري برخې د مسؤول په توګه دنده ترسره کړې.
محمد مدثر اسلامي د جمعیت اصلاح افغانستان غړی، د نهاد جوانان مسلمان (نجم) د عامه فعالیتونو مشر او د رسالت فرهنګي انجمن رئیس دی.
په ویبلاګ کې خپریدونکي مواد د مدثر اسلامي شخصي نظر څرګندوي.
تحلیل او تبصره
د پاکستان پاپړ او افغان زده کوونکي!
د یوه ملګري خویندې د کابل پ
نفر امنیت هستم!
د یوه سفارت مخې ته ولاړ وم، یو ناپیژاند رانږدې شو.- دلته څه کوې؟
ځوانان او کاندیدان
مدثر اسلامي افغانستان کې، چې ځوانان څومره محروم دي په هماغه اندازه یې پرمختګ ته پام کم کیږي. دوی یواځې هغه وخت هر چا ته تر نورو ډیر ګران شي چې کله د چوکۍ، پیسو او نوم په سر سیالۍ وي څو هر څوک یې د خپلو شخصي ګټو لپاره وکاروي. نن سبا چې د ولسمشرۍ د کاندیدانو تر منځ ګرمه سیالي روانه ده، ځوانانو بیا ښه خریدار پیدا کړی، ځینې یوه کاندید ته لاس په نامه ولاړ وي او ځینې نور د بل کاندید لپاره شپه او ورځ نه ستړي کیدونکې منډې وهي. له ځوانانو همدا هیله کیږي، چې د ترپ او منډې پر مهال
داسې تراویح به کوو، چې پرې پوه به هم نه شئ
د ماښام له لمانځه وروسته ملا صاحب خلکو ته د سبا ورځې د روزې اعلان وکړ. پداسې حال کې چې هیڅ یوې سرچینې د روزې خبر لا نه وه خپور کړی. بیا یې په زغرده وویل چې تراویح به له نن شپې پیل کیږي. له اعلان وروسته یې په خلکو غږ وکړ، چې وارخطا کیږئ مه، داسې چټکې تراویح به کوو چې پرې پوه به هم نشئ.
د مامورینو موټر: مراجعین په تمه، مامورین بې غمه
د افغانستان د مامورینو په اړه مې له پخوا اوریدلي وه چې ډیر کله له کاره پښې سپکوي. له مامورینو سره مخ شوی هر تن د مامورینو لټۍ لړمون خوړینی کړی وي. ما چې کله خپله شهادتنامه اخیسته له همدې ستونزې سره مخ وم. هره ورځ به یې ډیر شمیر کوټې راباندې وکتې او په پای کې به بیرته هماغه لومړۍ کوټې ته راروان وم. له څو ورځو منډو وروسته هر چا راته ویل، چې تر څو پیسې ورنکړم کار مې نکیږي. ما تر پایه چا ته پیسې ورنکړي او ځکه له اونیو منډو رامنډو وروسته مامور صاحبانو نیمه شهادتنامه راکړه. نه، د شهادتنامې
د مامورینو موټر: دلته هم فساد، هلته هم فساد
نن سهار د مامورینو موټر ایله تر محمودخان پله راورسولو. محمود خان پله ته نږدې د موټر له منځه دودونه پورته شول، "د ماشین د اوبو لین چاودلی" موټروان مامورینو ته اعلان وکړ. د ښار زړه ته د پلي تګ په تکل شوو. نور مامورین له مونږ مخکې ګړندي روان وه. زه د تفتیش د برخې له مدیر صاحب سره، چې له عمره پوخ سړی دی، ورور ورور تلم. په لار یې راته په هیواد کې د روان فساد کیسې کولې. د تفتیش برخې سرورکار د مسایلو او کارونو له تحلیل او ارزونې سره وي، چې په پایله کې یې په یادو کارونو امتیاز یا جزا
د مامورینو موټر
له ډیر پخوا مې زړه کې وه چې د مامورینو د هغه موټر په اړه، چې زه پکې دفتر ته ځم راځم، یو څه ولیکم، خو د مامورینو د موټر خاطرې او کیسې دومره ډیرې دي چې په یوه لیکنه کې یې راټولول ګرانه ده. د مامورینو د موټر هره ورځ یوه کیسه او یوه لیکنه ده. بلکې هر سهار او مازدیګر یې بیله بیله لیکنه کیږي. د هر مامور صیب خبرې غورې پدې ارزي چې یوه لیکنه پرې وشي. د مامورینو د موټر په اړه یوه په زړه پورې لیکنه راته دومره سخته وه، چې څو ځله یې له لیکلو انکاري شوم، خو چاره نه وه. همدا زه وم او د مامورینو موټر
د روضې د عاشقانو موسم!
زمونږ د خلكو تر منځ عام رواج دى چې كله په كوم كور كې غم پيدا شي، بيا د ډير وخت لپاره په هغه كور او شاوخوا كلي كې د ښادۍ مراسم نه ترسره كيږي او د دې لپاره چې نوموړې كورنۍ خپل غم هير كړي د څه مودې لپاره مراسم ځنډول كيږي. خو زموږ له خلكو نه پوهيږم چې د خواخوږۍ شعور الوتى او كه كومه بله وبا پرې راپريوتې ده چې په كور او هيواد كې يې له دومره غ
دا شنه جنډه زما د کور ده
یوه زمانه داسې وه چې په یوه سیمه کې به کوم مسلمان اوسیده د نیکو سلوکو او ښې روییې کیسې به یې د کلي او ګاونډ د هر تن په خوله وې. که یو چا به له سره نه پیژنده هم په لیدو به یې له ورایه ورمعلومه شوه چې مسلمان دی. څیرې، خبرو او کړو یې د خبرې ګواهي ورکوله. د وخت په تیریدو هر څه بدل شو، مسلمانان له دنیا سره په مینه کې دومره مشغول شو چې د مسلمانۍ رنګ پکې پیکه شو. مال، پیسې او دنیایي خوندونه یې هر څه شو، ځکه خو الله سپک کړل. د هغوی که
آیا دریشی نشانه نظم است؟
یکی از بحث های بسیار گرمی که در باره دوره تحصیل همیشه صورت می گیرد، همانا مساله لباس (یونیفورم) تحصیلی است. شمار زیادی از دوستان (اعم از شاگردان و استادان) به این اندیشه اند که تنها دریشی علامت انضباط و دسپلین بوده و محصلین نباید با لباس افغانی -به اصطلاح انها لباس غیر رسمی- به پوهنتون بیایند. تا اینکه شاهد صحنه های بودیم که محصلین به علت پوشیدن لباس افغانی (پیراهن و تنبان) از صنف خارج شده و یا هم از سوی استادان، کارمندان ویا شاگردان تهدید و تحقیر شده اند. ایا واقعا تنها دریشی لباس رسمی است؟
لیکنه څومره وخت غواړي؟
نورو ته د قلم او ژبې د جهاد د ارزښت په ښکاره کولو کې مو نږدې خولې وشکیدې، خو چې خپلو ملګرو ته د څه لیکلو ووایو هغوی بیا وخت نلري. څه فکر کوئ یوه لیکنه څومره وخت غواړي؟ یو ساعت نه، نیم ساعت نه، حتی لس دقیقې هم نه، لیکنه هومره وخت ته اړتیا لرې څومره چې په فیس بوک کې د یوې خبرې یا تبصرې شریکولو ته پکار ده. په لیکنه کې نور څه دي یوه سوژه ټاکل دي بس او هیڅ ملګری په فیس بوک کې خبره د سوژې له ټاکلو پرته نه شریکوي بلکې له شریکولو مخکې جمله څو ځلې ولولې بیا فکر پرې کوي چې د
افغانستان تجزیه شوی
کله نه چې هغه افغان کاکا زموږ سیمې ته راغلی د سهار له لمانځه وروسته د بهر په زړه راښکونکې هوا کې د بنډار لپاره تیروو. نن هم د معمول په څیر بهر انتظار و چې کاکا له مسجده په راوتو کې وپوښتل: په افغانستان کې څه خبرونه دي؟ د هغه په وینا کوم انتحاري منتحاري خو به نه وي شوی؟ مایې ځواب داسې ورکړ: کاکا اوس خلک له وژنو سره دومره عادي شوي چې وژنې ورته نوی خبر نه ښکاري...د یوه بې ګناه وطنوال په بې رحمه وژل کیدو د کورنۍ له نږدې غړو پرته د نورو زړونه هم نه دردیږي. &nbsp
":کرزی هم بلا سړی دی"
په ښار کې د لاریون له امله نن سړکونه تر پخوا ډیر بند وو. بل خوا ته شفیق کاکا د دولتي مامورینو د رخصت پر وخت راورسید. ښایسته ځنډ مو په ده افغانانو کې د موټر انتظار وکړ. شفیق کاکا څو ځلې وویل په پښو به لاړ شو خو زه چې تازه له دفتره راوتی وم پښو مې دا خبره نه راسره منله. له څو شیبو نور ځنډ وروسته د شفیق کاکا د خبرې منلو ته اړ شوم. دواړه پیاده د فلزي توکو د دوکان په لور وخوځیدو. شفیق کاکا چې له ما څو ګامه وړاندې ګړندی روان ؤ، پر لاره څو ځلې مخ راواړوه او د سړک په سر د موټرو اوږد کتار ته به
خبرې او سندرې
د جمعې مباركه ورځ وه، خلك ډلې ډلې له مسجدونو راوتل. زه د جمعې د لمانځه له ادا كولو وروسته د كوم كار لپاره دفتر ته روان وم. د سړك پر غاړه تر لږ انتظار وروسته يوه موټر ته وختم. د نورو موټرو په څېر په ده كې هم راديو ښه په درز كې غږېده. د وياند د غږ په اورېدو راته معلومه شوه چې د افغانستان ملي راډيو ده. لږ ځنډ وروسته يوه خپرونه پيل شوه چې د معاصرو رسنيزو اصولو(!) سره سم د يوه سړي او يوې ښځې له خوا په مخ بيول كېده. كه كومه بله راډيو وى كيداى شي هلك او نجلۍ مې ويلي وى، خو د افغانستان د ملي راډيو تل