کله نه چې هغه افغان کاکا زموږ سیمې ته راغلی د سهار له لمانځه وروسته د بهر په زړه راښکونکې هوا کې د بنډار لپاره تیروو.

 نن هم د معمول په څیر بهر انتظار و چې کاکا له مسجده په راوتو کې وپوښتل: په افغانستان کې څه خبرونه دي؟ د هغه په وینا کوم انتحاري منتحاري خو به نه وي شوی؟

 مایې ځواب داسې ورکړ: کاکا اوس خلک له وژنو سره دومره عادي شوي چې وژنې ورته نوی خبر نه ښکاري...د یوه بې ګناه وطنوال په بې رحمه وژل کیدو د کورنۍ له نږدې غړو پرته د نورو زړونه هم نه دردیږي.

 کاکا سر وخوځاوه او بیا تر څنډه زوړند سر غلی ولاړ و. وروسته یې زما په لو مخ کړ او ویې ویل: والله پدې شخړو کې دا ستاسې پښتانه ډیر وژل کیږي. بیای د کاکا په ذهن کې څه راوګرځیدل او زیاته یې کړه که څه هم ټول سره وروڼه دي...بیا یې غږ خپ شو.

 زما د کاکا په نیت کې شک نشته، کیدای شي کاکا به خبره د همدردي له مخې کړې وي. دا مې زوروي چې زموږ په ذهنونو کې افغانستان تجزیه شوی دی. موږ په افغانستان کې د پښټو پاړسي، شمال جنوب او لغمان او بدخشان پولې جولې کړي.

موږ هسې لګیا یو چې افغانستان تجزیه کیدو والا نه دی.. افغانستان لا پخوا تجزیه شوی.