د هرې ټولنې خیر او شر په ځوانانو پورې تړلی؛ ځکه همدوی د ټولنې اصلي سرمایه ده.

 ځوانان د ټولنې زړه جوړوي. زړه هغه ټوټه ده چې که اصلاح شوه ټول بدن ورسره اصلاح کیږي او که، الله مه کړه، په فساد ککړه شوه بیا ټول بدن فاسدوي. ټولنې چې فاسدې شي له کاره ولویږي او د وخت په تیریدو یې آن نومونه د ځمکې له سر محوه شي.

همدا لامل دی چې اسلام ضده ډلو او کړیو زموږ د ټولنې په زړه پسې رااخیستې. غواړي ځوانان مو په فساد کې ښکیل کړي، څو مو نوم او هویت ورک کړي. خو د ویښ ضمیر او احساس خاوند ځوانان نه یواځې د دې مادي لومو ښکار کیږي نه، بلکه د ځان او ټولنې په ساتنه او لاجوړونه کې زیار باسي.