ښه مې یاد دي، داسې لکه پرون. د ګرمۍ موسم و. د کمیس لاندې مې پاکستانۍ زیرپیراني اغوستې وه. د زیرپیراني لوی لوی جیبونه وه. شهادت جریده مې د کمیس لاندې لویو جیبونو کې پټه کړې وه. غوښتل مې ټاکل شوو ملګرو ته یوه یوه ګڼه ورسوم. د کارته چهار په یوه کوڅه کې روان یم. وړاندې حبیبيې لیسې ته نږدې د کمونیستانو پوسته ده. ښه پوهیږم چې که یې تلاشي کړم هماغه ځای مې قبر دی. لږ ټکنی شوم، خو د دعوت او جهاد دروند مسئولیت بې زړه توب ته پرینښودم او له هر ډول ډار پرته مخکې ولاړم. او بیا مې په هر ګام او هره شیبه کې د خوند احساس کوه. داسې خوند چې د ایمان له سپیڅلې چینې خړوب و. او داسې مې ګڼله چې الله هره شیبه راته په صواب کې شمیري.
دا مهال په کابل کې د کمونیستانو پاچاهي وه. د یو چا زنداني کولو او یا وژلو لپاره همدومره بس و چې مسلمان وي. خو مونږ پدې حساس او خطرناک وخت کې د دعوت چارې پریښي نه وې. د خپل سر په بیه مو له خپلو مجاهدو او دعوتګرو وروڼو سره اړیکه ساتله. د دعوتي کار لپاره یواځې د وخت او مال قرباني راته کمه ښکاريده. او د دعوت د پرمختګ لپاره مو سرونه په لپو کې ایښې وه.
دا د پرون کیسه وه، خو نن مونږ دعوت ته وخت نه ورکوو او د دعوت په شیبو کې ایماني خوند نه احساسوو؛ ځکه مو پدې کار کې زړه نه لګیږي.
استاد پداسې حال کې چې زړه یې له غمه خوټیده او اوښکې یې له سترګو روانې وې مونږ ته د پرون او نن دا د برم او مایوسۍ کیسه اوروله. د استاد غږ به کله بې اختیاره د ژړا په کریږه بدل شو او کله به یې له درده غږ په ستوني کې خپ شو. په ډیر تکلیف یې کیسه تر پایه وروسوله. او مونږ سره د استاد د خبرو د بدرګې لپاره له تړمو اوښکو پرته نور هیڅ هم نه و.