په ښار کې د لاریون له امله نن سړکونه تر پخوا ډیر بند وو. بل خوا ته شفیق کاکا د دولتي مامورینو د رخصت پر وخت راورسید. ښایسته ځنډ مو په ده افغانانو کې د موټر انتظار وکړ. شفیق کاکا څو ځلې وویل په پښو به لاړ شو خو زه چې تازه له دفتره راوتی وم پښو مې دا خبره نه راسره منله. له څو شیبو نور ځنډ وروسته د شفیق کاکا د خبرې منلو ته اړ شوم. دواړه پیاده د فلزي توکو د دوکان په لور وخوځیدو.
شفیق کاکا چې له ما څو ګامه وړاندې ګړندی روان ؤ، پر لاره څو ځلې مخ راواړوه او د سړک په سر د موټرو اوږد کتار ته به یې ګوته ونیوه او ویل به یې: ښه شوه چې پیاده راغلو.
د شهید څلور لارې پورې ډیر مزل ؤ. شفیق کاکا به کله د یوه کور کړکۍ ته ګوته ونیوه او د خپل مسلک مطابق به یې د کړکۍ خصوصیات بیانول، کله به یې د کوم کور د دروازې په لوري زما پام واړوه او د دروازې صفتونه به یې وکړل.
شیرپور سیمې ته چې ورسیدو شفیق کاکا ته لکه چې کومه خبره وریاده شوه. په خپل ځای ودرید، زه چې ورورسیدم ویل یې: نن مې په تلویزیون کې ولیدل چې دوه کسانو ته له هیواده د وتو اجازه نشته. بیا یې په خندا خندا کې وویل چې څوک خپله غل وي نو وطن به څنګه جوړ کړي.
زما هڅه دا وه چې په شفیق کاکا پسې ځان ورسوم څو یې خبرې پوره واورم. کله به په منډو شوم، کله به مې ګړندي ګامونه اخیستل او کله به مې بکس له غاړې ولوید. لږ چې مخکې ولاړو شفیق کاکا لږ په څنګ شو، د سترګو له کنجو یې چې زه نږدې ولیدم نو یې کیسې ته داسې دوام ورکړ. پدې وطن کې ډیر جنرالان تیر شوي خو د دوستم په څیر ظالم جنرال تر اوسه ندی راغلی. زما چې څومره یاد دي په هاغه وخت کې به ته لا پیدا هم نه وې جنرال دوستم له چور، زورولو او جنسي تیري نیولې تر وژلو پورې ظلمونه کړي.
یوه شیبه وروسته شفیق کاکا بیا په خندا شو او ورسره جوخت یې زیاته کړه چې کرزی هم ډیر بلا سړی دی. هر څوک یې له ځان سره کړي، څو یې کوم څوک په ضد خبره ونکړی شي. ما ته یې ویل که نن ته هم د دې دولت په ضد غږ راپورته کړې سبا درته وايي چې راځه ته هم له مونږ سره یې.
د وطن حالات اوس له هیڅ چا پټ نه دي. د وطن د مشرانو د معصومو او سپیڅلو څیرو تر شا کرغیړن کرکټرونه هم نور د پردې تر شا ندي پاتې. شفیق کاکا، چې په اصل کې یو نجار دی، او د دې هیواد هر عام وګړی په وطن کې له روانو ناندریو ښه خبر دي. پدې وطن کې د ولسي خلکو د خوښولو یا غولولو لپاره دغلو پر حکومت سره سلا شویده.