څو ورځې وړاندې د محصلینو او ځوانانو نړیوالې ټولنې له خوا یوه کنفرانس ته بلل شوی وم. په پروګرام کې ګډون راته ځکه په زړه پورې و چې د هند له بېلابېلو ایالتو هندي او بهرني محصلینو پکې برخه اخیستې وه. د پروګرام ځای د عثمانیه پوهنتون د عامه تصدي انسټیټوټ تالار ټاکل شوی و. ټاکل شوې وه پروګرام د مازدیګر په پنځه نیمې بجې پیل شي.
نږدې ماښام نوموړي ځای ته ورسېدم. دا چې پروګرام پخوا پیل شوی و په بیړه په یوه کتار کې پر څوکۍ کښېناستم. تالار ته د ننوتو پر مهال مې سترګې د څوکیو تر منځ خالي ځای کې به یوه واړه ماشوم ولګېدې چې په خپله شوخۍ او مستۍ بوخت و او د نږدې ناستو برخوالو پام د پروګرام پر ځای د هغه په لور اوښتی و.
د ماشوم په لیدو مې وپېژانده. دا روهید و چې پلار مور یې له ځان سره پروګرام ته راوستی و. نوموړی زموږ په کالج کې د افغان محصل زوی دی چې نږدې یو نیم کال وړاندې په حیدرآباد کې زېږېدلی او د تسمیې وجه یې هم دا ده چې په هند کې دنیا ته راغلی. یاده شوې افغانه جوړه له کابله د راتلو پر وخت له موږ سره تر ډیلي یو ځای وه او وروسته بیا په حیدرآباد کې سره په یوه سیمه کې اوسېدو.
له راتلو څو محدودې ورځې نوموړې جوړه افغاني برېښېده. څو ورځې وروسته کله چې له جوړې سره په بازار کې مخامخ شوم ومې نه پېژانده او په زوړند سر ترې تیر شوم. تر دې چې د روهید پلار راباندې غږ وکړ او بېرته ورته راوګرځېدم. هغوی دومره بدل شوي و چې بیخي هندي رنګ یې خپل کړی و. په اصطلاح په خپله ازادي نور باوري شوي و. د ګوت نیونې نو هېڅوک نه و. کیدای شي هغوی به له ډېرو مودو د دې موکې انتظار وېسته.
د کنفرانس د رسمي برخې له پای ته رسېدو سره سم کلتوري برخه پیل شوه. د دې برخې پیل معمولاْ په هندي کلاسیک ډانس کېږي. پدې پسې یوه محصل د هند یوه حماسي سندره زمزمه کوله چې د ټولو حاضرینو پام په تالار کې یوې خوا ته واوښته. یوه ګډونوال ماشوم پر اوږو سپور کړی و او د ګډا په دود د څوکیو له منځه راوته. د ګډا سره سره یې په لوړ غږ د (جی هو) (ژوندی دې وي) چیغې وهلې. جی هو د زمزمه کیدونکي شعر یوه ټوټه وه. له هغه سره جوخت شاته یې مېرمن راروانه وه چې له ورایه سم دم غربي ښکارېده. هغه د هندیانو په عامه خبره د ګاندي رسم یې پر ځای کړی و. ګاندي په عام ډول ډېر کم کالي په تن کول څو اړین ځایونه پرې ستر وي. د یادونې وړ ده چې لومړنۍ جوړه هم د ګاندي رسم په پوره کولو کې تر دې کمه نه وه.
د څوکیو له کتاره چې راووتل مخ یې زموږ په لور شو. زه چې د تالار په شاته برخه کې ناست وم تر اوسه مې یې مخ سم نه و لیدلی. د څوکیو تر منځ پراخې لارې ته چې راورسېدل د ماشوم پلار د ګډا تر څنګ په خیزکو هم پیل وکړ او غږ یې لوړ شو. د ټولو ګډونوالو سترګې پر هغه، ماشوم، او مېرمن ګنډلې وې. اوس مې وپېژنده چې هغه افغانه جوړه ده چې تازه حیدرآباد ته د درس لپاره راغلي دي.
د دې ځوان د حالت په لیدو ووېرېدم چې دا خو بلا پسې چې نور څه ونه کړي. ما ویل اوس به خپل مېرمن هم د تالار په منځ کې وګډوي.
مقالې