* دا لیکنه ښاغلي اجمل جلال ته د هغه د لومړۍ لیکنې په مناسبت ډالۍ کوم.

لیکنه مې دومره خوښه ده لکه خپل ملګري؛ ځکه خو هر ملګري ته -چې لیک او لوست کولی شي- د لیکلو توصیه کوم. په ډیرو ملګرو مې باور دی چې ښه لیکل کولی شي خو برید ورته سخت ښکاري. ځینې ملګري د لیکلو په پیل کې د دې لپاره ځنډیږي چې کوښښ کوي لومړۍ لیکنه یې په آرونو پوره وخیژي. ډیری ملګري داسې هم دي چې د نوې لیکنې د لوستو تلوسه یې هر وخت په زړه کې ګرځوم.

لیکنه د هر بل کار په څیر په لومړي سر کې سخته بریښي، خو پر له پسې هڅه او انګیزه دا ستونزه حل کولی شي. بله دا چې د نړۍ نامتو لیکوالانو هم په سر کې ډیرې ساده او آن غلطې لیکنې کړي او د وخت په تیریدو سره پدې برخه کې د استاذۍ مرحلې ته رسیدلي.

د باختر احسان، خاکسار وقار، عثمان افضلي، اسدالله ریان، عبدالباقي سلطاني، عبدالمعز اسلامي، اجمل جلال او ګڼ شمیر نورو لیکنې د پورته ادعا ګانو په ریښتینولۍ د قناعت ښکاره مثالونه دي.لیکوالي

تیره ورځ د رسالت د غونډې پر مهال چې کله ډاکټر حمیدي د اجمل جلال لومړۍ لیکنه (له ترکیې څخه مې پیل کړه) ګډونوالو ته اوروله، زړه مې له خوشالۍ الوت کاوه. غوښتل مې جلال په غیږ کې ونیسم، مبارکي ورکړم او په شا یې وټپوم او د لا ډیر زیار لپاره یې وهڅوم. خو جلال په ترکیه کې دی، ځکه مې مبارکي د دې لیکنې په بڼه ورسره شریکوم.

په نورو ملګرو چې تر اوسه یې لیکل ندي پیل کړي غږ کوم چې جلال له ترکیې پیل کړه، ته یې له کابله پیل کړه، ته یې له جلال آباده پیل کړه، ته یې له حیدرآباده پیل کړه، او ته یې له اسلام آباده پیل کړه.

پدې مې باور دی چې که یو ځل مو د لیکلو خوند وڅاکه بیا به یې له خونده مړیږئ نه. بیا به زما په څیر د کور او دفتر له کارونو د یوې ټوټې د لیکلو لپاره وخت پټوئ. بیا به د هرې لیکنې د لیکلو پر وخت داسې احساس کوئ لکه تر ټولو خوشاله وخت چې تیروئ. او بیا به داسې مینه وال پیدا کړئ چې نه به مو لیدلي وي او نه به یې نوم پیژنئ، خو ستاسې د روغتیا او پرمختګ لپاره به دعا کوي.