مقدمه
نهاد جوانان مسلمان-نجم (په پښتو کې د مسلمانو ځوانانو ټولنه)د یو شمیر متدینو او په اسلام، ملت او هیواد مینو افغانو ځوانانو له خوا جوړه شوې چې د یوه ټولنیز سازمان په توګه یې بنسټ د ۱۳۹۰ هـ ش کال د حوت پر ۱۹مه کيښودل شوی.
لرلید
د اسلام د صحیح فهم په رڼا کې د ځوان نسل داسې روزنه او تنظیم چې د مثبت ټولنیز بدلون او ملي پرمختګ لامل شي.
موخې
- ځوان نسل ته د اسلام صحیح پیغام رسول،
- د هیواد د هراړخیز پرمختګ لپاره د ځوانانو روزنه،
- تعلیم او تحصیل ته د ځوانانو هڅول،
- له ټولنې څخه د هر راز تبعیض او فساد له مینځه وړلو لپاره د ځوانانو برابرول،
- په ځوانانو کې د هیواد د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا، وطن دوستۍ، اسلامي او ملي هویت څخه د دفاع او د عامه ګټو د
ساتلو پیاوړې کول.
وسایل
نجم د خپلو موخو د لاس ته راوړلو لپاره لاندې وسایل کاروي.
- علمي او څیړنیز سمینارونه، کنفرانسونه، عامې غونډې او سوله ایز لاریونونه،
- تربیتي درسونه، حقلې او پروګرامونه،
- علمي او تخصصي څیړنې، کورسونه او تعلیمي مرکزونه،
- علمي او فرهنګي سیالۍ،
- علمي او تفریحي سفرونه،
- سپورتي کلپونه،
- کتابتونونه،
- ټولنیز خدمتونه،
- مجلې، کتابونه، او بروشرونه،
- معلوماتي او ارتباطي ټکنالوژي.
څانګې
۱. د تربیت څانګه
۲. تعلیمي څانګه
۳. د اړیکو څانګه
۴. فرهنګي څانګه
۵. مالي څانګه
۶. د عامه فعالیتونو څانګه