د شپې ډاکټر حمیدي راته زنګ وهلی و خو زه ویده شوی وم. سهار له لمانځه وروسته مې چې زنګ ورته ووهه، له سلام وروسته یې ویل “مجلس خو به دې هیر نه وي”. ما ډاډ ورکړ چې مجلس مې په یاد دی خو ستونزه دا ده چې نن مو اسره ده، کیدای شي لږ ناوخته شم. لږ په غوصه یې وویل “له اسرې اجازه واخله او مجلس ته په وخت ځان رارسوه. “
د اسرې ځای ته په رسیدو مې خبره د اسرې له مشر سره شریکه کړه خو نوموړي اسرار کاوه چې د تفسیر له درس وروسته لاړ شم.

د تفسیر درس لا خلاص نه و چې دوه نور زنګونه پرله پسې راغلل. د درس له خلاصیدو سره سم راووتم او د سړک په غاړه د موټر د راتلو په انتظار وم چې د ډاکټر صاحب زاهد دریم زنګ راغی. له سلام وروسته یې ویل “هلکه چرته یې؟ ولې دې ناوخته کړه؟” ما ورته ویل “ډاکټر صاحب ایله اوس مې په خوارۍ له اسرې اجازه واخیسته”. بیرته ځواب راغی چې “ته پدې نه یې پوه چې ستا لپاره د نجم مجلس تر نورو چارو ډیر مهم دی، بس اوس ټکسي ونیسه او زر ځان راورسوه. “مجلس

د مجلس خونې ته چې ننوتم ډاکټر حمیدي د نجم د هر بل مجلس په څیر په تخته لیکل کول. مخامخ ډاکټر زاهد، ښي لاس ته جاوید صالحي او چپ لاس ته حمزه مومن حکیمي ناست و.

زه لا په دروازه پوره ننوتی نه وم چې ډاکټر زاهد په ډاکټر حمیدي غږ وکړ “د راتلو وخت یې قید کړه”. او حمیدي صاحب د تختې په سر زما د نوم تر مخ ۹ بجې او یوه دقیقه ولیکله. دا پداسې حال کې وه چې د مجلس د پیل وخت ۸ بجې اعلان شوی و. ټیک څلور دقیقې وروسته ارشاد کوټې ته راننوت، د هغه د راتلو وخت د تختې په سر ولیکل شو.

معمول دا دی چې کله څوک مجلس ته ناوخته شي، بیا د جریمې په ډول د مجلس غړو ته ډوډۍ، د شیدو چای او کلچې او یا میوه ورکوي. خو مونږ دواړه نن د ډوډۍ له راوړو ځکه خلاص و چې ډاکټر زاهد ویل غرمې ته د مصطفی نوید واده دی، ډوډۍ ته به هلته ځو.

په لاره ډاکټر زاهد ویل چې ارشاد به هوټل پورې د موټر د تګ او راتګ کرایه ورکوي او مدثر به ملګرو ته میوه اخلي. ما ویل زما په جیب کې مې د بي بي (نیا) پیسې دي چې سهار یې د پراسټامول ګولۍ اخیستو ته راکړي او په هغې خو میوه نه درته اخلم. ټولو په کړس وخندل، ویل یې دلته دې هم چل وکړ.

د تیرې غونډې په فیصلو له ځغلنده نظر وروسته اصلي کار پیل شو. نن ټاکل شوې وه د نورو کارونو تر څنګ د نجم د لوایحو بیا کتنه وشي. د لوایحو متن په پښتو او دري کې چمتو شوی و، یواځې مخ کتنه یې پاتې وه. یوه پاڼه مو ایله په دوه ساعتونو کې خلاصه کړه. دویمه پاڼه لا نیمه شوې نه وه چې د ډوډۍ وخت شو.

په یوه کرښه کې به ټولو ښه ډیر وخندل، بل ځای به ډاکټر حمیدي په یوه ملګري بړچ وهل چې د مجلس مزاحمت کوي، ارشاد او صالحي خو د یو بل رسمونه کښل. داسې مو ګڼله لکه د یوه کور غړي چې په کوم ګډ کار سره راټول شوي وي.

تر ماښامه مو په لایحو کار کاوه. سم دم د اساسي قانون لویه جرګه وه. چا به د لایحو په ادبي اړخ کې د بدلون وړاندیز کوه، بل به د لایحو په اداري او تنظیمي اړخ ډیر تمرکز کوه. له سوچ او مشورې وروسته به وړاندیز شوي بدلونونه د ډاکټر حمیدي له خوا ثبت شول. د ماښام له لمانځه وروسته زه له یوې ګیډۍ خاطرو سره له مجلسه رخصت شوم او مجلس لا دوام درلود.