محمد اسلامي

Profile Photo

محمد مدثر اسلامي د محمد مزمل اسلامي زوی، د ملا عبدالقدیر لمسی او د لغمان ولایت د قرغه یي ولسوالۍ د لړه موړې د کلي اوسیدونکی دی.
د ۱۳۶۶ کال د تلې د میاشتې په یوولسمه یې د پاکستان په پېښور کې نړۍ ته سترګې پرانیستې دي. لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې د هجرت په چاپېریال کې په النور لېسه کې ترسره کړي.
یوولسم ټولګي څخه تر فارغېدو وروسته له کورنۍ سره هېواد ته راستون شو او دولسم ټولګی یې په محمد علم فیض زاد لیسه کې ولوست.
د ۱۳۸۴ کال د کانکور په ازموینه کې د کابل پوهنتون د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځۍ ته بریالی شو. په پوهنځي کې يې د درسونو تر څنګ ادبي فعالیتونه هم لرل. د روزنهء امید دیوالي جریدې لیکوال پلاوي غړیتوب او د محصلینو د اسانتیا په موخه له دري څخه پښتو ته د افغانستان معاصر تاریخ ژباړه یې د پوهنتون پر مهال د ادبي فعالیتونو غټې بېلګې دي.
د تربیتي مدیریت په څانګه کې لیسانس او د ټولنپوهنې به برخه کې ماسټري لري.
محمد مدثر اسلامي د هغې ځانګړې مینې له مخې چې له لیکوالۍ سره یې لرله او همدارنګه د ښاغلی استاد محمد مزمل اسلامي او نورو مشرانو او ملګرو د هڅو او هاند په پایله کې لومړی په ژباړه او وروسته په لیکنه لاس پورې کړ.
دی په لسګونو لیکنې لري چې په بېلابېلو چاپی رسنیو کې خپرې شوي. له النور دیوالی جریدې، اصلاح جریدې، ملی اصلاح اونیزې، فقه القرآن تخصصې مجلې او صدای بامداد ورځپاڼې سره همکار پاتې شوی دی. د اسلامی نړۍ نامتو پوه او مفکر ابوالحسن علی ندوي صاحب یو کتاب یې (د اسمان له لوړو) په نامه پښتو ته ژباړلی، خو لا تر اوسه چاپ شوی نه دی.
دی په پښتو، دري او انګلیسي ژبو روانې خبرې کوي او له اردو او عربي سره هم ډیره اشنایي لري او له یادوو شوو ټولو ژبو څخه پښتو ته ژباړه کولای شي.
محمد مدثر اسلامي په سر کې په کابل کې د اصلاح انلاین د همکار، وروسته د وېبپاڼې د علمی او تحقیقي برخې د مسؤول او بیا د وېبپاڼې د دعوت او فکري برخې د مسؤول په توګه دنده ترسره کړې.
محمد مدثر اسلامي د جمعیت اصلاح افغانستان غړی، د نهاد جوانان مسلمان (نجم) د عامه فعالیتونو مشر او د رسالت فرهنګي انجمن رئیس دی.
په ویبلاګ کې خپریدونکي مواد د مدثر اسلامي شخصي نظر څرګندوي.

نهاد جوانان مسلمان -نجم


نجم ځوان دی، خو سینه یې پراخه ده

دوه ورځې وړاندې مې په ټول افغان کې د نجم په اړه یوه لیکنه ولوسته. د نجم د پیغامونو د لړۍ په اړه یې ګټورې مشورې وړاندې کړې وې. د نجم مسئولینو هم په ورین تندي د مشورو هر کلی کړی و او د یادو شوو کمیو د پوره کولو وعده یې سپارلې وه. لیکنه که څه هم په مستعار ډول خپره شوې وه، خو د نورو انتقادي لیکنو په څیر نه پکې چا ته ستغې سپورې ویل شوې وې او نه یې په چا د هغه او دغه نومونه تپلي و. د لیکوال معقول چلند او سړې سینې دې ته وهڅولم چې زه هم پرې څه ولیکم. لومړی د نجم لنډه پیژندنه درته په مخ کې ږدم

02.01.2013 محمد مدثر اسلامي

د نجم مجلس (خاطره)

د شپې ډاکټر حمیدي راته زنګ وهلی و خو زه ویده شوی وم. سهار له لمانځه وروسته مې چې زنګ ورته ووهه، له سلام وروسته یې ویل “مجلس خو به دې هیر نه وي”. ما ډاډ ورکړ چې مجلس مې په یاد دی خو ستونزه دا ده چې نن مو اسره ده، کیدای شي لږ ناوخته شم. لږ په غوصه یې وویل “له اسرې اجازه واخله او مجلس ته په وخت ځان رارسوه. “ د اسرې ځای ته په رسیدو مې خبره د اسرې له مشر سره شریکه کړه خو نوموړي اسرار کاوه چې د تفسیر له درس وروسته لاړ شم. د تفسیر درس لا خلاص نه و چې دوه نور زنګ

31.12.2012 محمد مدثر اسلامي

د افغانستان د مسلمانو ځوانانو ټولنه (پیژندګلوي)

مقدمه نهاد جوانان مسلمان-نجم (په پښتو کې د مسلمانو ځوانانو ټولنه)د یو شمیر متدینو او په اسلام، ملت او هیواد مینو افغانو ځوانانو له خوا جوړه شوې چې د یوه ټولنیز سازمان په توګه یې بنسټ د ۱۳۹۰ هـ ش کال د حوت پر ۱۹مه کيښودل شوی. لرلید د اسلام د صحیح فهم په رڼا کې د ځوان نسل داسې روزنه او تنظیم چې

31.12.2012 محمد مدثر اسلامي

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more