محمد اسلامي

Profile Photo

محمد مدثر اسلامي د محمد مزمل اسلامي زوی، د ملا عبدالقدیر لمسی او د لغمان ولایت د قرغه یي ولسوالۍ د لړه موړې د کلي اوسیدونکی دی.
د ۱۳۶۶ کال د تلې د میاشتې په یوولسمه یې د پاکستان په پېښور کې نړۍ ته سترګې پرانیستې دي. لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې د هجرت په چاپېریال کې په النور لېسه کې ترسره کړي.
یوولسم ټولګي څخه تر فارغېدو وروسته له کورنۍ سره هېواد ته راستون شو او دولسم ټولګی یې په محمد علم فیض زاد لیسه کې ولوست.
د ۱۳۸۴ کال د کانکور په ازموینه کې د کابل پوهنتون د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځۍ ته بریالی شو. په پوهنځي کې يې د درسونو تر څنګ ادبي فعالیتونه هم لرل. د روزنهء امید دیوالي جریدې لیکوال پلاوي غړیتوب او د محصلینو د اسانتیا په موخه له دري څخه پښتو ته د افغانستان معاصر تاریخ ژباړه یې د پوهنتون پر مهال د ادبي فعالیتونو غټې بېلګې دي.
د تربیتي مدیریت په څانګه کې لیسانس او د ټولنپوهنې به برخه کې ماسټري لري.
محمد مدثر اسلامي د هغې ځانګړې مینې له مخې چې له لیکوالۍ سره یې لرله او همدارنګه د ښاغلی استاد محمد مزمل اسلامي او نورو مشرانو او ملګرو د هڅو او هاند په پایله کې لومړی په ژباړه او وروسته په لیکنه لاس پورې کړ.
دی په لسګونو لیکنې لري چې په بېلابېلو چاپی رسنیو کې خپرې شوي. له النور دیوالی جریدې، اصلاح جریدې، ملی اصلاح اونیزې، فقه القرآن تخصصې مجلې او صدای بامداد ورځپاڼې سره همکار پاتې شوی دی. د اسلامی نړۍ نامتو پوه او مفکر ابوالحسن علی ندوي صاحب یو کتاب یې (د اسمان له لوړو) په نامه پښتو ته ژباړلی، خو لا تر اوسه چاپ شوی نه دی.
دی په پښتو، دري او انګلیسي ژبو روانې خبرې کوي او له اردو او عربي سره هم ډیره اشنایي لري او له یادوو شوو ټولو ژبو څخه پښتو ته ژباړه کولای شي.
محمد مدثر اسلامي په سر کې په کابل کې د اصلاح انلاین د همکار، وروسته د وېبپاڼې د علمی او تحقیقي برخې د مسؤول او بیا د وېبپاڼې د دعوت او فکري برخې د مسؤول په توګه دنده ترسره کړې.
محمد مدثر اسلامي د جمعیت اصلاح افغانستان غړی، د نهاد جوانان مسلمان (نجم) د عامه فعالیتونو مشر او د رسالت فرهنګي انجمن رئیس دی.
په ویبلاګ کې خپریدونکي مواد د مدثر اسلامي شخصي نظر څرګندوي.

ادب او فرهنګ


ښه شوه چې پیل دې کړه

* دا لیکنه ښاغلي اجمل جلال ته د هغه د لومړۍ لیکنې په مناسبت ډالۍ کوم. لیکنه مې دومره خوښه ده لکه خپل ملګري؛ ځکه خو هر ملګري ته -چې لیک او لوست کولی شي- د لیکلو توصیه کوم. په ډیرو ملګرو مې باور دی چې ښه لیکل کولی شي خو برید ورته سخت ښکاري. ځینې ملګري د لیکلو په پیل کې د دې لپاره ځنډیږي چې کوښښ کوي لومړۍ لیکنه یې په آرونو پوره وخیژي. ډیری ملګري داسې هم دي چې د نوې لیکنې د لوستو تلوسه یې هر وخت په زړه کې ګرځوم. لیکنه د هر بل کار په څیر په لومړي سر کې سخته بریښي، خو پر له پسې هڅ

30.12.2012 محمد مدثر اسلامي

لیکنه څنګه پیل کړو؟

پلار به مې هره میاشت (المجتمع) مجله کور ته راوړه. ما تل د ماشومانو پاڼه په شوق لوسته. د موشومانو په پاڼه کې چې معمولا د مجلې په پای کې راتله هره میاشت یوه لنډه کیسه خپریده. پلار مې هر ځل هڅولم څو کیسه د اصلاح (جریدې) د ماشومانو برخې ته وژباړم. زه لا ماشوم وم

28.12.2012 محمد مدثر اسلامي

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more