پلار به مې هره میاشت (المجتمع) مجله کور ته راوړه. ما تل د ماشومانو پاڼه په شوق لوسته. د موشومانو په پاڼه کې چې معمولا د مجلې په پای کې راتله هره میاشت یوه لنډه کیسه خپریده. پلار مې هر ځل هڅولم څو کیسه د اصلاح (جریدې) د ماشومانو برخې ته وژباړم.
زه لا ماشوم وم، د ښوونځې په پنځم ټولګي کې به ایله وم. د پلار د ډیر تاکید په نتیجه کې مې په ژباړه پیل وکړ. څو کیسې په اصلاح کې خپرې شوې. زه هغه وخت د لیکنې د خپریدو په اهمیت ډېر نه پوهیدم خو بیا به هم خوښ وم چې نوم مې په اونیزه کې راځي.
تر دې وروسته مې د ډېر ځنډ لپاره څه ونه لیکل. د پوهنتون په دوره کې مې د پوهنځې جریدې ته څه نا څه لیکل. بیا د پوهنتون د لومړي کال په پای کې په یوه علمي سفر له هیواده بهر لاړم. له راستنیدو سره سم ډېر شمیر ملګرو او مشرانو رانه وغوښتل څو د سفر خاطرې ملي اصلاح ته ولیکم او ما هم زړه نازړه پیل وکړ. یوه برخه مې چې ولیکله په زړه پورې راته ښکاره شوه. پدې توګه د سفر خاطرې د یونلیک په بڼه په څو برخو کې خپرې شوې چې د ټولو له هڅونې سره مل وې.
د لیکوالی دا په زړه پورې یون داسې پیل او تر اوسه راوغزید. بیا د اصلاح (اصلاح انلاین) پر لیکه کیدو نه وروسته د ډیرو نورو په څير زما لیکنې هم ډیرې شوې.
دا ټول د دې لپاره لیکم چې ځینې ملګري تل پوښتي چې څه ډول لیکنه پیل کړي. ځینې پدې نظر دي چې لیکوالي یو ذاتي استعداد دی او هر څوک دا کار نه شي کولی. داسې اصلا نه ده لیکنه د بل هر فعالیت په څیر تمرین ته اړتیا لري. د هر کار پیل سخت وي نور بیا وروسته هر څه اسانیږی. هغه د پښتنو متل دی چې (جګړه اسانه ده، پیل یې سخت دی).
د لیکنې د پیل لپاره ډیرې مطالعې او څیړنې ته اړتیا نشته. بس د ژوند هره شیبه یوه خوږه کیسه جوړیدی شي. مطالعه او څیړنه په خپل ځای د ارزښت وړ ده ځکه له لارې یې د لید دایره پراخیږي، خو که تاسې د لومړي ځل لپاره لیکنه کوئ په دې اړه ډېره وسوسه مه کوئ. یوه پیښه راواخلئ او په اړه یې په ساده ټکو کې ولیکئ. دا شوه لیکنه.
د دې تمه هم مه لرئ چې لومړئ لیکنه مو په ارونو پوره وخیژي. ډير وخت ته اړتیا ده چې د لیکوالي استعداد د پوخوالي درجې ته ورسیږي. خو داسې هم باید نه وي چې نهیلي مو د کار له پیله ایسار کړي. پدې اړه له هغو ملګرو چې له پخوا یې لاس پر لیکوالي بر دی مرسته وغواړئ.
همدا اوس قلم او پاڼه راواخلئ او د ورځې یوه جالبه پیښه پرې ولیکئ. بیا یې څو ځله ولولئ. هر ځل لوستو سره جملې بدلیږي او پر ځای یې ښکلې کلمې کارول کیږي تر دې چې د لیکنې لوستلو نه خوند واخلئ. کله مو چې له لیکنې خوند واخیست پدې پوه شئ چې لیکنه مو په زړه پورې ده.