د بل هر هېوادوال په څېر به زه هم تل دې ته هوسېدم چې د لوړو زده کړو لپاره له هېواده بهر ولاړ شم او بیا مې دا هوس پوره شو. دا دی اوس په هند کې د مساپرۍ شپې سبا کوم. ما هم د نورو ملګرو په شان د دې هېواد په اړه بېلا بېل خوبونه لیدلي و، چې ټول یې د بوډۍ د ټال په څېر رنګین و. 

ډیلی ته په رسېدو د سختې تودې هوا له امله له هر چا دا هر څه هېر و، څوک د افغانستان له نومه ځارېدل، څوک یې له خاورې او څوک یې له هوا او اوبو. پر موږ د محشر ورځ جوړه وه. بیا یې د ګاندي درشن په نامه د هند د اطلاعاتو او کلتور وزارت یوې لیلیې ته بوتلو.چهار منار

تیاره ماښام لیلیې ته ورسېدو. له یوې خوا ګرمۍ په سړي خوله لګوله او له بلې خوا لوږې پسې اخیستي و. تر هر څه ړومبی د اوبو په لټه کې شوو. تر ډېرو هڅو وروسته مو یو ځای وموند چې اوبه پکې خرڅېدې. لدې سره هر یوه د اوبو بوتلونه په سر اړول. د خوراک لپاره هېڅ نه موندل کېده، کوم څیز به چې پیدا شو هغه به د خوراک نه و. د یوه مسلمان هټۍ ته ورغلو، خو چې د دوکان او پخوونکو حالت مو ولیده خوا مو ترې مړه شوه. خلکو د پاکۍ په نامه هېڅ نه پېژندل. د الله پاک مهرباني وه چې میوه وه که نه له لوږې به مو ساه ورکړې وه. د میوې د اخیستو تر ځایه نږدې درې څلور میله په پښو مزل و، خو موږ بله چاره نه درلوده.

په ډیلي کې دوه شپې داسې راباندې تیرې شوې لکه په اور کې. دویمه ورځ ماښام د حیدر آباد په لور وخوځېدو. د ټکټ په رانیولو کې یوه هندی بایي (ورور) ۱۳۰۰ سوه هندي روپۍ له موږه زیاتې واخیستې په داسې حال کې چې اصلی کرایه ۱۵۰۰ هندي روپۍ وې.

په لاره به چا له کوم هندی نه د تولسی په اړه پوښتنې کولې او چا د پرېنا، خو په هغوی کې به کوم یو له دې نومونو سره اشنا و او نورو به د سر په خوځولو موضوع بدله کړه.

له ما سره د "معظم علي" تاریخی ناول و او د لارې د لنډېدو په موخه مې ځان پرې بوخت کړی و. په ناول کې د پخواني بنګال (هغه مهال اوسنی هند د بنګال یوه برخه وه) د لوړتیا او زوړتیا کیسې وې، چې ځای ځای پکې د حیدر آباد یادونه هم شوې وه. په کتاب کې د بېلا بېلو یادو شو ځایونو په اړه مې له مسافرو پوښتنه کوله. د هغوی له خولې راته معلومه شوه چې ځینې نومونه لا تراوسه شته دی لکه مرشد آباد، خو ځینې نور بیا بدل شوي.

د ډیلي او حیدر آباد تر منځ دوه ورځې او شپې د رېل ګاډي مزل و. په لاره ډېرې پراخه دښتې او ځنګلونه پراته و. د خیال په دنیا کې به مې کله معظم علي پر اس سپور لیده، چې د مسلمانانو لښکر یې په مشرۍ مرهټیان ځغلوي او کله ابدالي احمد شاه بابا، چې په ډېره مېړانه انګریزی پوځونه تر پښو لاندې دل کوي.

د افغانستان په اړه د رېل ګاډی سپرو هر څه ویل، چا به پوښتل چې جګړه روانه ده که امن دی. بل به ویل چې حکومت د افغانانو دی که د بهرنیانو، یوې ښځې بیا په ډېره اندېښتنه پوښتل چې د ښار خلک په کوڅو او بازارونو کې له دفاعلي وسیلې (Safe Guard) پرته ګرځېداى شي که نه. د ښځو په اړه یې له افغانو نجونو نا اشنا پوښتنې کولې. په پای کې مو ټول وپوهول، چې هغه څه چې دوی یې د افغانستان په اړه فکر کوي، سم ندي. بیا ټولو په یوه خوله پړه پر رسنیو اچوله، چې پېښې د خلکو تر منځ به ناوړه توګه غبرګوي.

تر دوه ورځو مزل وروسته ماسختن مهال حیدر آباد ته ورسېدو. هلته مېشت افغان زده کوونکي چې خبر شوي وه، مخې ته راغلي وه او د هستوګنې ځایونه یې راوښودل. د شپې ډلې ډلې افغانان چې له پخوا یې هلته درسونه ویل، زموږ هرکلي ته راتلل. بیا به هر یوه ډاډ راکوه چې د کارونو په اړه هېڅ اندېښنه ونکړو.

له سبا مو سرګرداني پیل شوه. په هند کې د یوه بهرنی لپاره دومره رسمی کارونه ترسره کول پکار دي، چې د نړۍ په هېڅ هېواد کې یې ساری نشته. په تېره بیا په پولیسو کې نوم لیکنه لوی مصیبت دی. په هر دفتر او اداره کې له افغانانو سره ځانګړی چلند کېږي. تر ټولو دردوونکې دا وه چې چا به د ځای په اړه وپوښتلو نو په ځواب کې د افغانستان د نوم په اورېدو به ووېرېدل او یا به یې د طالب او یا هم بن لادن نوم راباندې کېښود.

د تلو پر مهال ملګرو راته ویلي و چې په حیدر آباد کې ګڼ شمېر وګړي مسلمانان دي. زه پدې خبره ډېر خوښ وم. بیا مې ځای ځای مسجدونه تر سترګو شول او لله الحمد د اذان نارې اورېدل کېدې، چې سم دم به د سړي اروا پرې تازه شوه. په ښکاره د مسلمانانو او هندوانو تر منځ ډېر توپیر نه کېده، د ډوډې لپاره به چې کوم ځای ته ولاړو په دوکان کې د قران کریم د کوم ایت له زړېدو به وپوهېدو چې مسلمان دی. له دې هر څه سره سره خویندې بیا ماشاء الله ډېری له سره تر پښو په حجاب کې پټې وې. په  پوهنتون، ښوونځي، بازار او نورو ځایونو کې به له ورایه د سړی سترګې پرې یخې شوې.

بل پلو ته د هندوانو ښځې نیمې لوڅې پر سړکونو ګرځېدې، په هر کور، بازار او آن پوهنتون کې یې له کاڼو جوړې بېلا بېلې مجسمې درولي او سجدې ورته کوي. څوک له کاڼي جوړ شوي بیزو ته سر ټیټوي او څوک بیا یوې داسې مجسمې ته رام رام کوي چې سر یې د پیل او تنه یې د انسان وي.

په پوهنتون کې هره اونۍ یوه ورځ خامخا د پلاني او بیستاني بګوان د عبادت په پلمه ښوونکي ټولګي ته نه راځي. "دیوالي" او نور مراسم چې وي خو بیا په شپو شپو نغارې ډنګیږي او رنګونه شیندل کېږي.

په ټولنه کې تر ټولو ډېر کړاو ښځې ګالي، د ښاروالۍ کارکوونکي ډېری د پاخه عمر ښځې دي، چې ډېر درانه کارونه کوي. آن ویالې او سړکونه کینی او بېرته یې ډکوي. د هندوستان په اړه مې اورېدلي و، چې داسې نېستمن خلک پکې شته، چې د سړک پر غاړه وزېږېږي، همالته لوی شي او په پای کې د سړک پر غاړه ساه ورکړي. داسې خلک مې بیا په خپلو سترګو ولیدل.

په خلکو کې د خواخوږۍ او همکارۍ هېڅ نښه نشته. هر چا سره د خپل ځان او خېټې غم دی. یوه ملګري مې کیسه کوله ویل یې یوه ورځ د سړک په غاړه دوه کسه روان وه، پدې کې یو بوډا سړی چې ډېر ستړی ښکارېده ناڅاپه پر ځمکه پرېوته. ملګری مې په بیړه وروړاندې شو او راپورته یې کړ. لږ ځنډ وروسته مو چې پام وکړ شاوخوا ټولو خلکو موږ ته په حیرانۍ کتل. یوه کس وپوښتل: دا سړی پېژنئ؟

موږ ورته وویل: نه، نه یې پېژنو. په سړک پرېوته، موږ په راپورته کېدو کې مرسته ورسره وکړه. هغه پر موږ پورې وخندل او بیا روان شو.

انسانیت خپله څېره بدله کړې ده. د انسانیت په څېره کې ناروا رسمونه او د سالم انساني فطرت ضد دودونه په ټولنه واکمن دي.

خو… له دې ټولو سره بیا هم د ټولنې مشرانو د ټولنې د معنوي سمون او په ټولنه کې د انساني سپېڅلو ارزښتونو د عامولو پر ځای ټول پام په نړیوال بازار کې د خپل اقتصادي موقف ساتلو ته اړولی دی!!